سیمه ییز خبرونه
د قلعلۀ زال ولسوالۍ خلكو د بيارغونې لپاره د كار غوښتنه وكړه
د كندوز ولايت د قلعه زال ولسوالۍ لسگونه تنو اوسيدونكيو د ناامنيو د دوام او د بيارغونې د كارنونو د نه ترسره كيدو له كبله اعتراض وكړ.
دوى په دې ولسوالۍ كې د سيمه ييزو پوليسو د ځاى په ځاى كيدو غوښتنه كوي.
سيمه ييز چارواكي وايي، چې:
په دنده د نويو سيمه ييزو پوليسو د گمارلو په نوي پړاو كې د دې ولسوالۍ سيمه ييز پوليس پر دندو گمارل كيږي، چې ورسره به يې امنيت هم ډاډمن شي.
دغه اعتراض كوونكي وايي:
كه په ولسوالۍ كې د امنيت د ښه كيدو او د بيا روغونې د بهير د گړندي كيدو لپاره جدي گامونه پورته نه شي؛ لاريونونه او ان د خوړولو اعتصاب به پيل كړو.
د كندوز د قعلۀ زال ولسوال حبيب الله محتشم وايي، چې:
د سي اى پي په نوم شاوخوا دوه سوه كسانو له آيساف څخه د دغې سيمې د امنيت ساتلو په موخه معاش ترلاسه كولو؛ خو د امنيتي مسووليتونو له ليږد وروسته دا ډله منحل شوه.
د قلعۀ زال ولسوال زياتوي:
د بيارغونې د بهير د گړنديتوب په موخه مو ډېرې هڅې ترسره كړي؛ خو د سيمه ييزو پوليسو ستونزه تر اوسه په خپل ځاى پاته ده.
قعلۀ زال د كندوز يوه ستراتيژيكه ولسوالي گڼل كيږي، چې د شېرخان بندر لار پرې تېره شوې ده. د دغې ولسوالۍ امنيت ډېر مهم بلل شوى؛ ځكه گڼ شمېر تجارتي او د ناټو اكمالاتي كاروانونه له همدې لاري تېريږي.