تازه خبرونه
د قوشتېپې ملي کانال د دوهیم پړاو کار ۹۰ سلنه بشپړ شوی
د چارواکو د څرګندونو له مخې، نږدې دوه زره ماشینونه کار کوي.
د افغانستان د ملي پراختیا شرکت چارواکو ويلي، چې د قوشتېپې کانال د دوهیم پړاو کار ۹۰ سلنه او د کانال د سربند کار ۸۰ سلنه ترسره شوی دی.
د چارواکو د څرګندونو له مخې، نږدې دوه زره ماشینونه کار کوي.
د ۲۸۵ کیلومټره پر اوږدوالي د قوشتیپې کانال له آمو سیند څخه پیل کیږي او د بلخ د حیرتان دښتو او دولت آباد او د جوزجان د آقچې ولسوالیو څخه تېریږي او د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې پای ته رسیږي.
د دې کانال جوړول د ۱۴۰۱ کال په لومړیو کې پیل شول.
د دې کانال له بشپړېدو سره به د هېواد په شمال کې ۵۸۰ زره هکتاره ځمکه پر کرنیزو ځمکو بدله شي.
دا کانال د بلخ له دولتآباد ولسوالۍ څخه پیل او د شبرغان له آقچې ولسوالۍ څخه له تیریدو وروسته د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې پای ته رسیږي.