سیمه ییز خبرونه
د كابل بانك په شان د ماتې ورته پېښه به بيا په هيڅ بانك كې تكرار نه شي
د افغانستان بانك د څرگندونو له مخې نور به هيڅكله د كابل بانك په شان د بانك د ماتې پېښه د افغانستان په بانكونو كې تكرار نه شي.
د افغانستان بانك مرستيال خان افضل هډه وال وايي:
په افغانستان كې له ټولو ستونزو سره سره د بانكدارۍ بهير وده كړې؛ خو فكر كيږي، چې نږدې پنځوس ميليارد دالر د خلكو له خوا په كورونو كې ساتل كيږي.
ښاغلى هډه وال وايي، اوس له خصوصي او دولتي بانكونو څخه د څارنې بهير جدي شوى دى.
په افغانستان كې د نږدې اوولس دولتي، خصوصي او بهرنيو بانكونو جوړيدل او فعاليت او په اساسي قانون كې د اقتصادي نظام بدلون د دولت لاسته راوړنه گڼل كيږي.
تراوسه هم ډېر افغانان په هغه كچه، چې لازمه ده د بانكدارۍ په بهير باور نه لري.
نږدې درې كاله وړاندې په افغانستان كې يو خصوصي بانك له غوړيدو وروسته د كمزوري مديريت له امله له ماتې سره مخ او په دې بانك كې د خلكو له يو ميليارد دالرو ډېرې پيسې غلا شوې.كه څه هم حكومت د اته سوه ميليون دالرو په وركړه په دې بانك كې د بحران مخه ونيوله؛ خو خلك په دې هېواد كې د بانكدارې په بهير بې باوره شول.
