سیمه ییز خبرونه
د كابل د قره باغ پرنامسوولو افرادو د وسلې وېش اندېښنې راپورته كړي
د كابل د قره باغ ولسوال ځينو نامسووله افرادو ته د كورنيو چارو د وزارت لخوا د وسلو د جواز پر وركړې نيوكه كړې ده.
سيمه ييز چارواكى په ډاگه كوي، چې:
د كورنيو چارو وزارت دې اقدام په دې ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو په وړاندې ځينې ننگونې را ولاړې كړي دي.
د قره باغ ولسوال محمد حنيف وايي:
د كورنيو چارو وزارت دې اقدام سيمې ناامنه كړي دي.
د كورنيو چارو وزارت د وياند مرستال نجيب الله نيكزاد د قره باغ د ولسوال دا ادعا ردوي او وايي:
د يوې كړنلاې له مخې، يو شمېر كسانو ته د وسلو جواز وركول كيږي.
د كابل د گلدرې ولسوال دل آغا وايي:
د كابل په ولسواليو كې له د امنيتي مسووليتونو له ليږد وروسته امنيتي ځواكونه په دې توانيدلي، چې امنيت په ښه توگه ټينگ كړي؛ خو له نامسووله افرادو سره د وسلو شتون د دې لامل كيږي، چې وخت ناوخته تاوتريخوالى او له قانون د سرغړونې پېښې را منځته شي.
د كورنيو چارو وزارت چارواكي خبردارى وركوي؛ كه هغه افراد، چې د كورنيو چارو وزارت له لوري ورته د وسلو جواز وركړشوى، له دې وسلو ناقانونه استفاده وكړي، وبه نيول شي.