سیمه ییز خبرونه

د كابل پاڅون دري دېرشمه كال ورځ ونمانځل شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كب درېيمه يا د پخوانې شوروې د يرغل په وړاندې د كابل د پاڅون ورځ  په كابل كې د افغانستان د اسلامي متحد گوند له خوا ونمانځل شوه.

وينا والو افغانستان دښمن ځپونكى هېواد او افغانان قهرمانان وبلل، چې د هيڅ يرغل په وړاندې يې سر نه دى ټيټ كړى.

د ۱۳۵۸ل كال د كب په درېيمه د كابل خلكو د پخواني شوروي د يرغل په وړاندې پاڅون وكړ، چې د وخت د رژيم له سخت غبرگون سره مخ شو او په كې گڼو خلكو ته مرگ و ژوبله واوښته.

د كب درېيمه په تېرو درې لسيزو كې د يرغل په وړاندې د افغانانو د پاڅون يوه مهمه او  تاريخي ورځ بلل شوې ده.

دغه مراسم د افغانستان اسلامي متحد گوند له خوا د پنجشنبې په ورځ(د كب ۳) د پخواني شوروي د يرغل په وړاندې د كابل د خلكو د پاڅون د ورځې  د نمانځنې په موخه په كابل كې جوړ شوې ول.

د ولسي جرگې او  د سولې عالي شورا يو شمېر غړيو، د كابل ښار سلگونه اوسيدونكيو او  په پاڅون كې د شهيدانو كورنيو برخه اخيستې وه.

د افغانستان د اسلامي متحد گوند مشر وحيدالله سباوون د كب درېيمه د ظلم او يرغل په وړاندې د افغانانو د يو موټي توب او مقابلې ورځ وبلله.

دغه پاڅون، چې افغانستان ته د سرو لښكرو تر دننه كيدو دوه مياشتې وروسته تر سره شوى وو، موخه يې له بهرينو حكومتونو څخه د افغانستان خپلواكه كيدل او له استعماري هڅو وتل ول.

ويل كيږي، چې دغه پاڅون د دولت له خوا د خلكو له  ځپلو  وروسته، چې گڼ شمېر خلكو ته په كې مرگ و ژوبله واوښته پاى ته ورسيد.

يو شمېر كارپوهان وايي، چې دغه پاڅون د ظلم او يرغل په وړاندې د افغانانو د يوالي ښكارندوى و، خو د وخت د حكومت د سرتېرو له خوا د خلكو ځپل د افغانستان په تاريخ كې تر ټولو بد او زړه بوږنونكى ځپل شمېرل كيږي.

Trending

Exit mobile version