سیمه ییز خبرونه
د كابل پاڅون دري دېرشمه كال ورځ ونمانځل شوه
د كب درېيمه يا د پخوانې شوروې د يرغل په وړاندې د كابل د پاڅون ورځ په كابل كې د افغانستان د اسلامي متحد گوند له خوا ونمانځل شوه.
وينا والو افغانستان دښمن ځپونكى هېواد او افغانان قهرمانان وبلل، چې د هيڅ يرغل په وړاندې يې سر نه دى ټيټ كړى.
د ۱۳۵۸ل كال د كب په درېيمه د كابل خلكو د پخواني شوروي د يرغل په وړاندې پاڅون وكړ، چې د وخت د رژيم له سخت غبرگون سره مخ شو او په كې گڼو خلكو ته مرگ و ژوبله واوښته.
د كب درېيمه په تېرو درې لسيزو كې د يرغل په وړاندې د افغانانو د پاڅون يوه مهمه او تاريخي ورځ بلل شوې ده.
دغه مراسم د افغانستان اسلامي متحد گوند له خوا د پنجشنبې په ورځ(د كب ۳) د پخواني شوروي د يرغل په وړاندې د كابل د خلكو د پاڅون د ورځې د نمانځنې په موخه په كابل كې جوړ شوې ول.
د ولسي جرگې او د سولې عالي شورا يو شمېر غړيو، د كابل ښار سلگونه اوسيدونكيو او په پاڅون كې د شهيدانو كورنيو برخه اخيستې وه.
د افغانستان د اسلامي متحد گوند مشر وحيدالله سباوون د كب درېيمه د ظلم او يرغل په وړاندې د افغانانو د يو موټي توب او مقابلې ورځ وبلله.
دغه پاڅون، چې افغانستان ته د سرو لښكرو تر دننه كيدو دوه مياشتې وروسته تر سره شوى وو، موخه يې له بهرينو حكومتونو څخه د افغانستان خپلواكه كيدل او له استعماري هڅو وتل ول.
ويل كيږي، چې دغه پاڅون د دولت له خوا د خلكو له ځپلو وروسته، چې گڼ شمېر خلكو ته په كې مرگ و ژوبله واوښته پاى ته ورسيد.
يو شمېر كارپوهان وايي، چې دغه پاڅون د ظلم او يرغل په وړاندې د افغانانو د يوالي ښكارندوى و، خو د وخت د حكومت د سرتېرو له خوا د خلكو ځپل د افغانستان په تاريخ كې تر ټولو بد او زړه بوږنونكى ځپل شمېرل كيږي.
سیمه ییز خبرونه
د اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو
دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.
په دوبۍ کې د اماراتو هوایي شرکت اوبپاڼې د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې ایراني وګړي د متحده عربي اماراتو له لارې د ننوتلو یا لېږد اجازه نلري.
دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.
دا بندیزونه په داسې حال کې پلي کیږي، چې د ایران او خلیجي هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.
سیمه ییز خبرونه
د کویټې ښار په څنډه کې د ګازنللیکه له چاودنې سره مخ شوې
د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نللیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.
د راپورونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ د کویټې ښار په څنډه کې د طبیعي ګاز نللیکه له چاودنې سره مخ شوې، چې له کبله یې څو سیمو ته د ګاز رسولو چارې ځنډېدلې دي.
د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نللیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.
هیچا د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو په سیمه کې بیلتون غوښتونکي وسلوال هڅې لري.
بیلتون غوښتونکي له اوږدې مودې راپدېخوا له حکومت سره جګړه کوي؛ حکومت او پوځ پر نښه کوي. دوی په اسلامآباد کې مرکزي حکومت تورنوي، چې ځایي خلک یې له هغه څه څخه بېبرخې کړي، چې دوی یې خپل حق ګڼي.
د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ډاډ څرګند کړی، چې انجینرانو د نللیکې پر رغولو کار پیل کړی دی.
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه سیمه ییزه غونډه د هرمز تنګي پر بیا پرانستلو راڅرخیږي
د اسلامآباد په ترسره شویو خبرو اترو کې د هرمز تنګي د بیا پرانستلو او د انرژۍ د حیاتي لارې په اوږدو کې د بار وړلو د بیا پیلولو پر وړاندیزونو بحث وشو.
پاکستان د ترکیې، مصر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ ناستېې کوربتوب ترسره کړ، چې خبرې په کې د ایران د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو راوڅرخېدې.
د اسلامآباد په ترسره شویو خبرو اترو کې د هرمز تنګي د بیا پرانستلو او د انرژۍ د حیاتي لارې په اوږدو کې د بار وړلو د بیا پیلولو پر وړاندیزونو بحث وشو.
د غونډې له لومړۍ ورځې وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې د سیمې د هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو «په سیمه کې د جګړې د ژر او دوامداره پای ته رسولو لپاره د ممکنه لارو په اړه بحث وکړ.»
هغه دا هم ویلي، چې ګډونوالو ته په اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د امکان په اړه هم خبر ورکړ شوی دی.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره شوې، چې ایران د امریکا د هر ډول ځمکني برید خبرداری ورکړی او همدارنګه د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د روانې نښتې پر مهال په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې دي.
د راپورونو له مخې؛ په خلیج کې د بار وړلو د مدیریت لپاره ځینې وړاندیزونه هم شوي دي.
د هرمز تنګی پخوا د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګازو د نږدې پېنځمې برخې لپاره د ټرانزیټ لارې په توګه کار کاوه؛ خو پر ایران د امریکا او اسرائیلو له هوایي بریدونو وروسته له دې لارې تګ راتګ محدود شوی دی.
اسحاقدار ویلي، چې ګډون کوونکو هېوادونو په ډیپلوماټیکو هڅو کې د پاکستان له رول ملاتړ کړی او چین هم د دې نوښت لپاره خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند په اسلامآباد کې د سیمهییزو هېوادونو (پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې او مصر) د وروستیو ډیپلوماټیکو هڅو په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول ناستې د دغو هېوادونو لهخوا رامنځته کیږي او ایران په کې هيڅ راز ګډون نهکوي.
-
تازه خبرونه2 days agoپه ۳ ولایتونو کې له ۲۷.۵ میلیون جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه سیمه ییزه غونډه د هرمز تنګي پر بیا پرانستلو راڅرخیږي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانانو په لندن او اوسلو کې د پاکستان د یرغل پر ضد لاریون وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د ټاپي نللیکې ۲۵ کیلومټره کار بشپړ شوی- د کانونو وزارت
-
نړۍ3 days agoله برید پرته به د ایران په جګړه کې برخه وانخلو – احمد الشرع
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد کویټې ښار په څنډه کې د ګازنللیکه له چاودنې سره مخ شوې
-
لوبی3 days agoآریانا ټلویزیون د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوهیم پړاو خپروي

