سیمه ییز خبرونه
د كابل ښار نوي سلنه روغتيايي مركزونه په كرايي ودانيو كي فعاليت كوي
په داسې حال كې، چې د عامي روغتيا وزارت مسوولين په نړيوالومعيارونو د روغتونونو د برابرولو له هڅو خبر وركوي؛ خو د كابل ښار۹۰ سلنه روغتيايي مركزونه په كرايي ودانيو كې فعاليت لري.
د عامي روغتيا وزارت په كابل كې د روغتيايي مركزنو د معياري كولو په پيل شوي پروگرام كې هڅه كوي، چې لږ تر لږه د كابل ښار روغتيايي مركزونه او روغتونونه په معيار برابر كړي.
د عامې روغتيا وزيره داكترثريا دليل وايي، چې:
په روغتونونو كې د ناروغانو د تراكم له كبله معياري خدمتونه ستونزمن دي؛ ځكه دلته په هروڅليريشتو ساعتونو كې پېنځه دېرش زره ناروغان معاينه كيږي.
د هغې په وينا:
په كا بل كې له ۴۳ روغتيايي مركزونو څخه ۳۷ يي په كرايي كورونو كي فعاليت كوي.
دليل زياتوي:
د معياري خدمتونو د وړاندې كولو په موخه مو د كابل ښار په اوومه ناحيه كې يو سمبال او معياري روغتيايي مركز كار د امريكا د څلورسوه زره دالرو پرمالي لگښت پيل كړى دى.
كه څه هم په ليرې پرتو سيمو كې خلك روغتيايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له كبله هر وخت شكايت كوي؛ خو د عامې روغتيا وزارت د هېواد اتيا په سلو كې وگړي له لومړنيو روغتيايي خدمتونو برخمن بولي.
