سیمه ییز خبرونه
د كابل ښار په نهمه ناحيه كې د ميرافضل واټ جوړولو چارې پيل شوې
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
كابل ښاروالۍ د ښار د نهمې ناحيې په مكروريان سيمه كې د ميرافضل واټ جوړولو چارې پيل كړې.
كابل ښاروال محمد يونس نواندېش وايي:
د دې سړك په پخولو به څلورسوه زره ډالر ولگيږي، چې له سل زره دالرو ډېرې پيسې يې د سيمې خلك وركوي. دا كار به په اتو مياشتو كې بشپړ شي.
كابل ښاروال څرگنده كړې، چې:
د ښار د چارو د ښه والي په موخه مو په كابل كې د پيوستون پروگرام پيل كړى، چې همدا اوس په ۱۱، ۱۲ او ۱۶ ناحيو كې كار روان دى.
د يادونې وړده، چې كابل ښاروال د دغه پروگرام له مخې د ښار په بېلابېلو برخو كې د واټ جوړونې كارونه ترسره او پيل كړي دي.