سوداگري
د كانونو د كيندلو په تړونونو كې ملي گټې په پام كې نه نيول كېږي
د ولسي جرگې يو شمېر غړي د كانونو د كيندلو او تړونونو پر بهير نيوكې كوي او وايې، په ځينو تړونونو كې ملي گټې په پام كې نه نيول كېږي.
د ولسي جرگې د ژوند د چاپيرېال ساتنې او طبيعي سرچينو كميسيون د ځينو كانونو پر تړونونو او كيندلو سختې نيوكې كوي.
د ولسي جرگې د ژوند د چاپېرېال ساتنې او طبيعي سرچينو د كميسيون رئيس عبيدالله رامين وايې:
په تړونونو كې بېړه كېږي او د افغانستان ملي گټو ته پاملرنه نه كېږي.
نوموړى وايې، ځينې تړونونه راڼه ندي او د كانونو، نفتو او گازو په قوانينو كې نيمگړتياوې نورې ستونزې دي، چې د ولسي جرگې غړي ورته گوته نيسي.
د ولسي جرگې د ژوند د چاپېريال ساتنې او طبيعي سرچينو كميسيون د اقتصاد او سوداگرۍ وزيران او د كانونو وزارت يو شمېر مسئولين د ځينو اقتصادي كارپوهانو تر څنگ غوښتي وو.
د اقتصاد او سوداگرۍ وزيران د كانونو د نوي قانون پر مسودې نيوكه كوي او وايې:
د كانونو كشفيات او كيندل يوه شركت ته سپارل شوې دي.
دوى د افغانستان د كانونو لپاره د يوه كورني تخصصي كميسيون د جوړېدو غوښتونكي دي او زياتوي، بايد د كانونو وزارت د كانونو د اكتشاف لپاره خپلې وړتياوې لوړې كړي.
د ولسي جرگې د ژوند د چاپېريال ساتنې او طبيعي سرچينو كميسيون وايې، كه د كانونو تړونونه په بېړه وشي، راتلونكي حكومت ته به ننگونې را ولاړې كړي.