سیمه ییز خبرونه

د كونړ په غازي اباد كې ۱۵۰ وسله والو مخالفينو ته مرگ و ژوبله اوښتې- آيساف

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

آيساف وايي:

د كونړ په غازي اباد ولسوالۍ كې مو له تېرې يوې اوونۍ راهيسې ۱۵۰ وسله والو مخالفينو ته مرگ و ژوبله اړولې ده.

دوى وايي:

په دغوعملياتو كې ۱۱۵تنه وسله وال وژل شوي او۴۰ نور ټپيان دي.

آيساف وايي:

په عملياتو كې گډو ځواكونو او ولسي وگړيو ته زيان  نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه ويلي  نه دي.

په ختيځ كې د آيساف ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي:

افغان او بهرنيو ځواكونو د كونړ ولايت په غازي آباد ولسوالۍ كې د تېرې يوې اوونۍ راهيسې گډعمليات پيل كړي.

دوى وايي:

د عملياتو پرمهال دوى ته يو شمېر وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي.

ناټو وايي:

په ياده سيمه كې يې د دغوعملياتوله تر سره كولو موخه په سيمه كې د وسله والو مخاليفينو ځپل، د هغو د اکمالاتي او ارتباطي لارو تړل او د وسله والو له خوا د کونړاو نورستان ترمنځ د تړل شوې لارې خلاصول دي.

دوى وايي:

دغه عمليات، چې اوس هم دوام لري؛ له پاى ته رسيدو سره سم به له يادې ولسوالۍ څخه نورستان ته دغزيدلي سړك د پخولو چارې پيل شي.

د كونړچارواكي د دغو عملياتو پخلى كوي، خو په دې اړه له نورو څه ويلو ډډه كوي.

د يادونې وړده، چې تردې څو مياشتې وړاندې هم بهرنيو ځواكونو د كونړ په غازي آباد ولسوالۍ كې ورته عمليات ترسره كړي وه، چې په لومړي سركې يې د گڼ شمېر وسله والو د وژلو ادعا كړې وه، خو په وروستيو څېړنو كې چارواكو ومنله، چې  په وژل شويو كې۶۰ تنه ولسي وگړي هم ول.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version