تازه خبرونه

د لوګر د ښوونکیو د روزنې په مرکز کې چاودنې ۴ کسه ټپیان کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د لوګر د ښوونکیو د روزنې د مرکز په درسي ټولګي کې د چاودنې له کبله یو ښوونکی او درې ښځينه زدکوونکې ټپیان شوي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپور عرب وایي، دچهار شنبې په ورځله غرمې وروسته دوه بجې د نامعلومو کسانو لخوا د لوګر د عالي دارالمعلمین یوه درسي ټولګي ته یو لاسي بم غورزول شوی، چې د چاودنې له کبله یې د یاد دارالمعلمین یو ښوونکی او درې ښځینه زدکوونکې ټپیان شوي دي.

د عرب په خبره د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی او د پېښې د څرنګوالي په اړه د پولیسو پلټنې روانې دي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه ندی اخیستی.

سیمه ییز خبریال: حکمت الله واقد

Trending

Exit mobile version