سیمه ییز خبرونه

د لوگر د سيمه ييزواوسيدونكيو د شکایتونو له كبله د عینک مس له خطر سره مخ شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د شفافيت د څارنې ادارې چارواكو د سې شنبې په ورځ(د ليندۍ۵) د لوگر ولايت د عينك د مسو د كان په اړوند خپلې ارزونې له رسينو سره شريكې كړې.
په کابل کې د دې ادارې اجرائیوي رییس “یما ترابي” خبریالانو ته وویل:

د خلکو لوی شکایت دا دی، چې د دې کان د كيندلو له كبله کورونه او سیمه پریښودل شوې؛ خو دولت ورته بل چېرې ځای نه دی ورکړی.

نوموړي زياته كړه، د خلکو دارنگه شکایتونه د عینک د مسو کان پروژې ته زیان رسولی شي.

د كانونو او پطروليم وزارت چارواكو د شفافيت د څار ادارې رپوټ يو اړخيز بولي او وايي ، چې په دې رپوټ كې ناپېيلتوب ساتل شوى نه دى.

دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې له بهرنيو شركتونو سره د افغانستان د لويو اقتصادي پروژو په تړونونو كې ځيني تخنيكي ستونزې را برسيره شوي دي.

په دې كې د لوگر د عينك د مس كان په پروژه كې هم د ستونزو يادونه كيږي.

د عینک د مس کان تړون په ۲۰۰۸م کال کې افغان دولت له یوې چینايي کمپنۍ سره کړی و او تمه کيده، چې د دې کان د كيندنې کار په روان میلادي کال كې پیل شي؛ خو تراوسه  يې استخراج نه دى پيل شوى.

Trending

Exit mobile version