تازه خبرونه
د لویدیځ بندیزونو د افغانستان اقتصادي پرمختګ ځنډولی – امیر خان متقي
امیرخان متقي له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د دغو بندیزونو او خنډونو په لرې کولو کې فعال رول ولوبوي او د افغانستان اسلامي امارت پر وړاندې د سیاسي او اقتصادي بندیزونو په لرې کولو کې هیڅ هڅه ونه سپموي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي په استانبول کې د اسلامي همکارۍ ټولنې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې افغانستان د لویدیځو هېوادونو لخوا تر “ناقانونه” بندیزونو لاندې دی او امریکا د افغانستان بانک د شتمنیو له کنګل کولو سره د هېواد اقتصادي پرمختګ ننګولی دی.
امیرخان متقي له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د دغو بندیزونو او خنډونو په لرې کولو کې فعال رول ولوبوي او د افغانستان اسلامي امارت پر وړاندې د سیاسي او اقتصادي بندیزونو په لرې کولو کې هیڅ هڅه ونه سپموي.
هغه د خپلې وینا په یوه برخه کې ټینګار کړی؛ اسلامي امارت خپلې بهرنۍ اړیکې د متقابل درناوي او متوازن تعامل پر اصولو ولاړې کړې او افغانستان د آسیا زړه چمتو دی، چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په اړه کلیدي رول ولوبوي.
همدارنګه په دې غونډه کې امیر خان متقي خبرداری ورکړ، چې د فلسطین او ایران پر وړاندې د اسرائیلي رژیم پرلهپسې ظلم او تېری د سیمې د هېوادونو امنیت ته مستقیم ګواښ دی او کولی شي ویجاړونکې پایلې ولري.
متقي زیاته کړې: “زه د اسلامي همکارۍ ټولنې پر غړو غږ کوم، چې د فلسطین او ایران پر وړاندې د اسرائیلي رژیم ظلمونه ودروي. که نه؛ نو د دې وضعیت دوام به پر مستقیم ډول د سیمې د ټولو هېوادونو امنیت ته ګواښ وي او ویجاړونکي پایلې به رامنځته کړي.”
ویل کیږي، چې نوموړي د دې غونډې په څنډه د یوشمېر هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغانستان پر سیاسي او سوداګریزې ودې او پراختیا هم خبرې کړې دي.