تازه خبرونه

د لویدیځ زون والیانو پر کاري فرصتونو او د جنايي جرمونو کمولو ټینګار وکړ

په دې غونډه کې ګډونوالو ځوانانو ته د کاري فرصتونو پر برابرولو، د جنايي جرمونو پر کمولو، د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق پر مخنیوي او په امارتي ادارو کې د خلکو د چارو د رسېدنې بهیر پر ښه‌والي خبرې وشوې او نظرونه وړاندې شول.

Published

on

 

په هرات کې د هېواد د لویدیځ زون د چارواکو د همغږۍ غونډه د هرات والي مولانا اسلام‌جار پر مشرۍ د بادغیس، غور، فراه او نیمروز ولایتونو د والیانو او یو شمېر امنیتي او قضايي چارواکو پر ګډون ترسره شوې ده.

په دې غونډه کې ګډونوالو ځوانانو ته د کاري فرصتونو پر برابرولو، د جنايي جرمونو پر کمولو، د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق پر مخنیوي او په امارتي ادارو کې د خلکو د چارو د رسېدنې بهیر پر ښه‌والي خبرې وشوې او نظرونه وړاندې شول.

د هرات والي د لویدیځو ولایتونو د کرنې، صنعت او ودانیزو چارو په اړوند برخو کې د کاري زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ او د خلکو د ستونزو د حل لپاره یې د چارواکو ترمنځ د ډېرې همغږۍ غوښتنه وکړه.

دغه راز په دې غونډه کې ګډونوالو د اړوند ولایتونو د اداري، امنیتي او د خلکو د ژوند د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه‌والي لپاره یې پر هڅو ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version