تازه خبرونه
د لوی اختر په ورځو کې ډېرو کورنيو سیلانیانو له بېلابېلو ولایتونو لیدنه وکړه
د پکتیا ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ د دې ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د سپینې شیګې تفریحي پارک ته له ۳۵۰ زره څخه زیاتو سیلانیانو سفر کړی، چې د هېواد په جنوب ختیځ کې یو مشهور تفریحي سیمه ده. دا پارک یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوی، چې د لیدونکو لپاره یې پراخې آسانتیاوې برابرې کړې دي.
سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د لوی اختر په ورځو کې لسګونه زره کورنیو سیلانیانو د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو تفریحي او کلتوري سیمو ته سفر کړی دی.
د پکتیا ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ د دې ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د سپینې شیګې تفریحي پارک ته له ۳۵۰ زره څخه زیاتو سیلانیانو سفر کړی، چې د هېواد په جنوب ختیځ کې یو مشهور تفریحي سیمه ده. دا پارک یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوی، چې د لیدونکو لپاره یې پراخې آسانتیاوې برابرې کړې دي.
د شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې تفریحي سیمه کې له ۲۰۰۰څخه ډېرې خیمې، د ناستې ځایونه، ۲۴ساعته مخابراتي او برښنایي خدمات، د اوبو رسولو سیسټم، دوه لوی هوټلونه، د آیس کریم دوکانونه، کافي شاپونه او بېلابېل رسټورانټونه جوړ شوي، چې د لوی اختر په ورځو کې یې ډېر سیلانیان راجلب کړل.
دغه راز بامیان ولایت هم د اختر په درې ورځو کې د ۴۰زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د شتون شاهد و.
د بامیان اطلاعاتو او کلتور ریاست په رسنیزه خبرپاڼه کې راغلي، چې پر عمومي لیدنو سربېره شاوخوا ۴زره سیلانیانو په دې ولایت کې له تاریخي سیمو او لرغونو آثارو څخه لیدنه کړې ده.
د بامیان ولایت چارواکي وايي، چې د ګرځندوی صنعت د پیاوړتیا لپاره د ډېرو آسانتیاوو د برابرولو هڅې روانې دي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رياست ویلي، چې د لوی اختر له لومړۍ ورځې څخه تر نن پورې څه باندې ۱۰۰زره داخلي سیلانیانو پنجشېر ولایت ته د تفريح او سیاحت لپاره سفر کړی دی.
افغانستان تل د خپل زړهراکښونکي چاپېریال او لرغونو کلتوري میراثونو له کبله ګرځندویانو ته د پاملرنې وړ ځای ګرځېدلی دی.