Connect with us

نړۍ

د ليبيا پلازمېنه بيا ناټو بمبارد كړه

خپور شوی

د

د ليبيا دولتي تلويزيون اعلام وكړ، چې: د جمعې ورځې په سهاريو ځل بيا ناټو پرطرابلس او زلتين ښارونو هوايي بريدونه كړي دي. په دې بريدونو كې ۳۳ تنه وژل شوي هم دي. د معمرالقذافي مخالفينو ويلي، چې په دې بريدونو كې د معمرالقذافي يو بل زوى خميس هم وژل شوى، خو د لبيا حكومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. د ليبيا دولتي تلويزيون د رپوټ له مخې د ناټو الوتكو د جمعې په سهار يوځل بيا پلازمېنه طرابلس او زلتين ښار بمبارد كړي دي. د ليبيا حكومت مخالفين وايي، چې د ناټو د جمعې شپې په عملياتو كې، چې پر زلتين ښار شوى د خميس په نامه د معمرالقذافي زوى هم وژل شوى دى. د قذافي مخالفين وايي: په دې بريد كې د قذافي ۳۲ نورځواكونه هم وژل شوي دي. د قذافي د مخالفينو وياند رسنيو ته ويلي، چې: د معمرالقذافي په پوځ كې د دوى جاسوسانو دا خبروركړى دى. خميس د قذافي يو پوځي كوماندان و، چې د ليبيا په لويديځ كې له مخالفينو سره جنگيده. كه دا خبر رښتيا شي؛ نو دا به د معمرالقذافي دوه يم زوى وي، چې د ناټو په بريدونو كې وژل كيږي. د ليبيا حكومت تراوسه  د دې خبر د تائيد او يا رد په اړه څه نه دي ويلي .
Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

نړۍ

اسرائیل باید د ایران له ځواکه خبر شي – خامنه‌یي

د ایران د دولتي خبري سرچینې ایرنا د راپور له مخې، خامنه‌يي ویلي: د دې تېروتنې په اړه، چې دوی کړې د خپلو موخو لپاره مبالغه کوي؛ خو دا هم ناسمه ده، چې دا هیڅ نه‌ول او دا مهمه نه‌وه.

Published

on

د ایران مذهبي رهبر علي خامنهيي ویلي؛ د هېواد چارواکي باید په ډاګه کړي، چې دوه شپې مخکې پر ایران د اسرائیلو له برید وروسته دوی څنګه کولی شي د ایران ځواک سم نندارې ته وړاندې کړي.

د ایران د دولتي خبري سرچینې ایرنا د راپور له مخې، خامنه‌يي ویلي: د دې تېروتنې په اړه، چې دوی کړې د خپلو موخو لپاره مبالغه کوي؛ خو دا هم ناسمه ده، چې دا هیڅ نه‌ول او دا مهمه نه‌وه.

ایران د شنبې پر ورځ د ایران پر پوځي ودانیو د اسرائیلو د شپني هوايي بریدونه د لږ ارزښت وړ وګاڼه او وایي، چې دغو بریدونو یوازې محدود زیانونه اړولي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په منځني ختیځ کې د هر اړخیزې جګړې د درولو غوښتنه کړې، چې هر اړخیزه وېره او اندېښنه یې راپارولې ده.

د اسرائیلو پوځ څرګنده کړی، چې لسګونه اسرائیلي جټ الوتکو له لمر لوېدو مخکې تهران او د ایران په لویدیځ کې د توغندیو پر کارخونو او نورو ځایونو بریدونه کړي دي.

خامنه‌یي ویلي: د کار څرنګوالی باید زمونږ د چارواکو لخوا په سمه توګه ځانګړی شي او دوی باید څه وکړي، چې د دې هېواد او ملت په ګټه وي. هغو باید وپوهیږي، چې د ایران ملت څوک دی او ځوانان یې څنګه دي.

Continue Reading

نړۍ

شمالي کوريا په روسيه کې پوځيان لري – امریکا

د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټین په روم کې د خبرو پرمهال ویلي؛ دا به ډېره جدي وي که شمالي کوریا په اوکراین کې له روسیې سره ګډې جګړې ته چمتو شي؛ لکه څنګه یې، چې کیف ادعا کړې.

Published

on

امریک د چارشنبې پر ورځ د لومړي ځل لپاره ویلي؛ داسې شواهد یې لیدلي، چې شمالي کوریا په اوکراین کې د جګړې لپاره روسیې ته ۳۰۰۰ سرتېري استولي،  چې کیدای شي د خپل ګاونډي پر وړاندې د روسیې په جګړه کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټین په روم کې د خبرو پرمهال ویلي؛ دا به ډېره جدي وي که شمالي کوریا په اوکراین کې له روسیې سره ګډې جګړې ته چمتو شي؛ لکه څنګه یې، چې کیف ادعا کړې.

رویټرز راپور ورکړی، چې هغه ویلي؛ لیدل شي، چې دوی به هلته څه وکړي.

آسټین خبریالانو ته ویلۍ: داسې شواهد شته، چې په روسیه کې د DPRK سرتېري شتون لري.

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي د چارشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل: امریکا په دې باور ده، چې د شمالي کوریا لږ تر لږه ۳۰۰۰ سرتېري د روسیې د ختیځ په درې پوځي اډو کې تر روزنې لاندې دي.

کربي وایي؛ امریکا پرېکړه کړې، چې د شمالي کوریا سرتېري د اوکټوبر له پیل څخه تر نیمایي پورې د شمالي کوریا له ونسان سیمې څخه د روسیې ختیځ ولادیوستوک ښار ته د کښتۍ پر مټ لېږدول شوي دي.

هغه ویلي: که دوی د اوکراین پر وړاندې د جګړې لپاره ځای پر ځای شي، دا به عادلانه لوبه او هدف وي او د اوکرایین پوځ به د شمالي کوریا د سرتېرو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي. لکه څنګه، چې یې د روسي سرتېرو پر وړاندې له ځان دفاع کړې.

په سیول کې د سویلي کوریا وکیلانو ویلي؛ پیونګ یانګ د شاوخوا ۱۰ زره سرتېرو د چمتو کولو ژمنه کړې، چې تر ډسمبره به پوره ده.

د اوکراین شخړه هغه مهال پیل شوه کله، چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پخپل ګاونډ برید وکړ او تر دې دمه دواړو خواوو ته ځاني زیانونه اوښتي دي.

کرملین مخکې د شمالي کوریا د ځواکونو د ځای پرځای کولو په اړه د سیول ادعاوې "جعلي خبرونه" بللي او په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا استازي د دوشنبې پر ورځ په یوه غونډه کې هغه "بې بنسټه اوازې" یادې کړې.

مسکو او پیونګ یانګ دواړو د وسلو لېږد هم رد کړی دی.

 

Continue Reading

نړۍ

اسرائیلو په ۴۸ ساعتونو کې د حزب الله درې قومندانان او ۷۰ جنګیالي ووژل

د اسرائیل دفاعي ځواک (IDF) په خبرپاڼه کې راغلي: په سویلي لبنان کې د اسرائیلو پوځیانو د حزب الله د وسلوالو بنسټونو او فعالینو پر وړاندې محدود، محلي او هدفي بریدونه روان ساتلي دي.

Published

on

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې د حزب الله د وارث مشر هاشم صفي الدین د وژنې له تائیدۍ  یوه ورځ وروسته له تېرو ۲۴ ساعتونو راپرېخوا د لبنان په سویل کې د دې ډلې د درې قومندانانو په ګډون شاوخوا ۷۰ جنګیالي وژل شوي دي.

د اسرائیل دفاعي ځواک (IDF) په خبرپاڼه کې راغلي: په سویلي لبنان کې د اسرائیلو پوځیانو د حزب الله د وسلوالو بنسټونو او فعالینو پر وړاندې محدود، محلي او هدفي بریدونه روان ساتلي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې؛ د تېرې ورځې په بهیر کې ځمکنیو او هوايي ځواکونو شاوخوا ۷۰ وسلوال له منځه وړي دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې اسرائیلو د چارشنبې پر ورځ د سویلي لبنان په بندري ښار صور کې څو مرکزي کلیو ته د وتلو خبرداری پراخ کړ او خلکو ته یې امر وکړ، چې له ښار څخه شمال ته ووځي.

اسرائیلو په لبنان کې له حزب الله سره له یوه کال سرحدي نښتو وروسته، چې په منځني ختیځ کې د ایران د نیابتي ځواکونو ترټولو قوي وسلوال دي؛ په پراخه کچه برید روان ساتلی دی.

د لبنان حکومت د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اسرائیلو بریدونو لږ تر لږه یو اعشاریه دوه میلیون لبنانیان له خپلو کورونو څخه ایستلي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې لږ تر لږه ۶۳ کسان  وژلي ډېر نور ټپیان دي.

اسرائیلو تر اوسه په غزه او لبنان کې د حماس او حزب الله د څو مشرانو له وژلو او ځاني زیانونو سره – سره بیا هم پخپلو عملیاتو پښېماني نده ښودلې او نه یې نښه لیدل کیږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!