تازه خبرونه

د لښكرګاه په كډوالو كمپ كې د وسلوالو بريد وځپل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په هلمند كې امنيتي مسوولين وايي، د لښكرګاه په كډوالو كمپ كې د وسلوالو بريد له ماتې سره مخ شوى دى.

 د هلمند والي وياند عمرځواك وايي،  وسلوالو د پوليسو كوم ماموريت نه دى نيولى، بلكې امنيتي ځواكونه اوس په یاده سيمه كې پر تلاشۍ اخته دي.

هغه زیاتوي،د کډوالو په كې يوه چاودنه هم شوې، چې له کبله يې درې ملكي وګړي وژل شوي او څوارلس نور ټپيان دي.

په هلمند كې د ايمرجنسي روغتون مسوولين وايي، چې په چاودنه كې څوارلس تنه روغتون ته ليږدول شوي، چې ملكي وګړي او سرتيري په كې شته دي.

 له دې مخكې د هلمند ولايتي شورا مرستيال عبدالمجید اخندزاده  ويلي وه، چې وسلوالو طالبانو د لښكرګاه د كډوالو په كمپ كې د پوليسو يو ماموريت نيولى دى.

Trending

Exit mobile version