تازه خبرونه
د ماليې وزارت استازي د مالي سکټور د پراختیا په اړه د یوناما له مشرې سره وکتل
د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ غونډه د افغانستان په مالي او پراختیایي سکټور کې د همکاریو پر پیاوړتیا راڅرخېدلې ده.
د مالیې وزارت د مالي پالیسۍ مرستیال سلطان محمد زبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا سره ولیدل.
د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ غونډه د افغانستان په مالي او پراختیایي سکټور کې د همکاریو پر پیاوړتیا راڅرخېدلې ده.
د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د خبرو اترو په بهیر کې دواړو خواوو د افغانستان د کوچنیو پورونو مالي سکټور پر پیاوړتیا، د نړیوالو بشري مرستو د تخصیص ښه کولو، په پرمختیایي پروژو کې د پانګونې زیاتوالي او له نړیوالو مالي ادارو سره د اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
د مالیې وزارت مرستیال په افغانستان کې د یوناما له اغېزمنو بشري فعالیتونو ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې له یوناما سره دوامداره همکاري به په هېواد کې د ډېرو پرمختیایي پروژو د پلي کولو لپاره لار اواره کړي.
سلطان محمد زبیر د کوچنیو پورونو سکټور د پراختیا لپاره د مالیې وزارت هڅې د پام وړ وبللې او ټینګار یې وکړ، چې د دې سکټور پراختیا د وزارت یو لومړیتوب دی.
هغه له یوناما وغوښتل، چې د بشري ظرفیت لوړولو، د عصري ټکنالوژیو چمتو کولو او د عامه پوهاوي لوړولو په برخو کې همکاري وکړي.
د یوناما مشرې میرمن اوتونبایوا د اقتصادي ثبات پیاوړتیا او د مهمو کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې د مایکرو فاینانس سکټور بنسټیز رول په پام کې ونیو او ژمنه یې وکړه؛ یوناما به هڅه وکړي، چې د دې سکټور ملاتړ لپاره اړینې مالي سرچینې چمتو کړي.
هغې دا هم وویل؛ دوی به هڅه وکړي، چې د جاپان، چین، مالیزیا او انډونیزیا ته له ورته هېوادونو څخه به ظرفیت جوړنې لپاره تخنیکي مرستې ترلاسه کړي.
میرمن اوتونبایوا یو ځل بیا د یوناما پدې ژمنې ټینګار وکړ؛ د افغانستان له مالیې وزارت سره نږدې کار کوي، چې بهرنۍ پانګونه راجلب کړي، پراختیایي پروژې پلي کړي او په افغانستان کې د مایکرو فاینانس سکټور د ودې لپاره مناسب شرایط رامنځته کړي.
