سیمه ییز خبرونه
د ماين د چاودنې له امله ۱۲ انجونو ته مرگ ژوبله اوښتې
د ننگرهار په چپریهارولسوالۍ کې دیوې ماین چاودنې له امله دولس ماشوموانو انجونو ته مرگ ژوبله اوښتې.
د چپریهار ولسوال حاجې محمد صدیق وايي:
دغه پېښه د دو شنبې په ورځ ( د ليندى ۲۷ ) په سهار شاوخوا ۹ بجو د نوموړې ولسوالۍ د دولتزیو په شاهد کلي کې رامنځته شوې ده.
نوموړى زياتوي، چې دغه دولس تنه ماشومې انجونې، چې عمرونه یې د پنځو او یوولس کلونو ترمنځ دي، د یادې سیمې په یوې خرابه ځمکه کې د خسو پر ټولولو بوختې وې، چې ماین چاودنه پرې وشوه.
هغه وايي، په چاودنه کې لس تنه ماشومې انجونې ځای پرځای وژل شوي او دوه نورې ټپیان دي، چې د هغوی حالت هم د اندېښنې وړ دی.
صدیق وايي، د پېښې ځای ته یې د پلټنې یوه ډله استولي تر څو معلومه کړي، چې د چاودنې موخه څه، او ولې رامنځته شوې ده.
بلخوا د ننگرهار دعامې روغتيا مرستیاله ډاکترمقدسه معراج وايي:
د پېښې له ځای څخه ورته درې ماشومان راوړل شوي وه، چې هغوی هم د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
د پېښې یوعیني شاهد او د سیمې ځايي اوسېدونکى بشر وايي:
ماشومان سهار د کلي یوه راغه ته د خسو د ټولولو لپاره تللي وه، چې دغه چاودنه پرې شوه.
هغه زياتوي په پېښه کې یولس تنه ماشومان مړه او دوه ټپیان دي، چې د هغوی روغیتايي حالت هم ډېر خراب دی.
تر اوسه د دې پېښې په اړه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې چپريهار د ننگرهار یوه له هغو تر ټولو نا امنه ولسوالیو څخه ده، چې ډېرکله ترې د ورته پېښو رپوټونه ترلاسه کېږي.
په تېر کې په دغې ولسوالۍ کې د خپل ډول ځینې بې سارې هم پېښې رامځته شوي، چې دبېلگې په توگه یې په جوماتونو کې چاودنې، محصلینو وژل، د انجونو پر مخونو د تیزابو شيندل، ښوونځی وروانول او داسې نورې ډېرې پېښې یادولى شو، خو د یوې په تړاو یې هم تراوسه څوك ندي نیول شوي اوحالت پکې ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دى.