د نوماندو پېژندنه
د محمد نادر نعیم لنډه پېژندنه
< ![endif]–>
سردار محمد نادر نعيم د استاد عزيز نعيم زوی او د سردار نعيم خان لمسی دى، چې په ١٣٤٤ل.هـ کال په کابل کې زیږیدلی دى.
محمد نادر د مور له اړخه د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان لمسۍ دى او د اووه کلونو په عمر و، چې لندن ته تللى دى.
نوموړى په ١٩٨٥م کال د نورت لندن پوهنتون د کمپيوترساينس له څانگې فارغ شوى دى.
نعيم له فارغيدو وروسته په لندن کې له خپلي کورنې سره گډ ژوند کاوه او کله، چې وروستى پاچا محمد ظاهرشاه افغانستان ته راستون شو، دى هم ور سره يو ځاى هېواد ته راغى.
سردار نعيم د ظاهرشاه د دفتر د رييس په توگه کارکړى او شاوخوا اته کاله کيږي، چي په افغانستان کې ژوند کوي.
نوموړى د ١٣٩٢م کال په پيل کې د ولس غږ ترنوم لاندي پر يوه سياسي فعاليت پيل وکړ او د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې يې له خلکو سره اړيکې ونيولي.
سردار نادر نعيم په پښتو، دري او انگلیسي ژبو روانې خبرې کولی شي.
نادر نعيم، د افغانستان د پخواني شاهي کورنۍ (د سردار محمد داوود خان کورنۍ) غړى دى؛ خو اوسمهال د خپلواک کانديد په توگه د ۱۳۹۳ل کال د ولسمشریزو ټاکنو کانديد دى.
سردار نادر نعيم، واده کړي او دوه اولادونه لري.
تاج محمد اکبر يې لومړى مرستيال او عزيزالله پويا يې دوه يم مرستيال ټاکلي دي.