سیمه ییز خبرونه

د مخالفينو استازي لوېديځ ته په ځانګړو الوتكو كې د خبرو لپاره ځي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشر حامد كرزي هلمند ته د خپل سفر په ترڅ كې يو ځل بيا څرګنده كړه، چې په ګاونډيو هېوادونو كې د مېشتو وسله والو مخالفينو استازي په ځانګړو الوتكو كې لويديځ ته د خبرو لپاره ځې خو په افغانستان كې يې ځانمرګي او نور ورانكاري بريدونه جاري ساتلي دي.

ولسمشر حامد كرزي هلمند ته د سفر په ترڅ كې يو ځل بيا وويل:

په ګاونديو هېوادونو كې د مېشتو وسله والو مخالفينو استازي لوېديځ ته په ځانګړو الوتكو كې د خبرو لپاره ځي، خو په افغانستان كې د ماشومانو او بې ګناه وګړو د وژلو لپاره ځانمرګي او نور ورانكاري بريدونه كوي.

نوموړي يو ځل بيا پر وسله والو طالبانو غږ وكړ، چې د پرديو په غوښتنه جګړې ته دوام ورنكړي او د سولې له بهير سره يو ځاى شي.

ولسمشر همدا راز په بهرنيو ځواكونو هم نيوكه وكړه، چې د ده په وېنا، په هغو سيمو كې د ترهګرو پر ضد  جګړه نه كوي، چې ترهګري په كې فعاله ده.

نوموړي يو ځل بيا ټينګار وكړ، چې ترهګري او القاعده په پاكستان كې د ودې په حال كې ده او د افغانستان په كليو او بانډو كې به يې پر وړاندې جګړه مثبته پاېله ونه لري.

په داسې حال كې، چې د عدليې وزير د يكشنبې په ورځ په كابل كې ويلي وو، چې د بګرام زندان به د همدې اوونۍ تر پايه په بشپړه توګه افغان حكومت ته وسپارل شي، خو افغان ولسمشر په ټاكلې نېټه د دغه زندان نه د سپارل كېدو په صورت كې له خلكو غواړي، چې افغان حكومت ته د دغه زندان د سپارلو لپاره د بهرنيو ځواكونو پر مسئولينو فشار راوړي.

ولسمشر يو ځل بيا ټينګار وكړ، چې را روانې ولسمشريزې ټاكنې به هرو مرو په خپل وخت سره تر سره كېږي او د شفافيت لپاره به يې حكومت پوره هڅه وكړي.

ولسمشر هلمند ته د خپل سفر موخه د هغو وسله والو خوشحاله كول وبلل، چې د ده په وېنا، د افغانستان د حكومت دښمنان نه دي بلكې د حكومت د تېروتنو له امله يې وسلې پورته كړې دي.

Trending

Exit mobile version