سیمه ییز خبرونه
د مدنې ټولنې لسګونو فعالانو په کابل کې د نه خوړو اعتصاب وكړ
په كابل كې د مدنې ټولنې لسګونو فعالانو د پاكستان د كويټې په ښار كې د روانې اوونۍ موټر بم چاودنې ته په اعتراض كې د نه خوړو اعتصاب وكړ.
اعتصاب كوونكو د پاكستان د كوېټې په ښار كې وروستۍ موټر بم چاودنه په كلكه وغندله او د يوه ځانګړي قوم پر وړاندې يې د دغه راز بريدونو پر مخنيوي ټينګار وكړ.
د مدني ټولنې فعال كاظم وحيدي وايې، كه يې غوښتنو ته پاملرنه ونه شي، خپل اعتصاب به روان ساتي.
اعتصاب كوونكو ادعا وكړه، چې د كويټې په ښار كې وروستۍ چاودنه د هزارو پر وړاندې د هغه سيستماتيكې او له وړاندې پلان شوې هڅې يوه برخه ده، چې د پاكستان له خوا پېل شوې او د دوی په وېنا په وار وار سره تكرارېږي.
اعتصاب كوونكو خبردارى وركړ، چې كه ملګري ملتونه او د بشر د حقونو ټولنې يې غوښتنو ته پاملرنه ونه كړي، خپل اعتصابونه به ولايتونو او آن له هېواده بهر ته پراخ كړي.
د پاكستان د كويټې په ښار كې د دې اوونۍ په سر كې شوې موټر بم چاودنې نږدې ۹۰ كسان ووژل او شاوخوا دوه سوه نور ټپيان كړل.
د پاكستان حكومت وايې، د دې پېښې د عاملانو د پېژندنې او په سزا رسولو لپاره به له ټولو امكاناتو كار واخلي.
