سیمه ییز خبرونه

د مركزي بغلان د پخواني ولسوال او امنيه كوماندان نه نيولو غبرگونونه راپارولي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د اميرگل او محمد كمين د نيولو پرسر د مشرانو جرگې په عومي غونډه كې بحث په لفظي شخړه بدل شو.

د مشرانو جرگې يو شمېرغړي وايي:

دا كسان  د ځينو حكومي مشرانو په مرسته تښتيدلي او اوس په كابل كې پټ دي.

د كورنيو چارو وزارت كه څه هم له دغو كسانو سره د حكومتي چارواكو د مرستې په اړه څه نه وايي؛ خو پر نيولو يې ټينگاركوي.

دا دواړه كسان په دې ولسوالۍ كې د ملي اردو د درې منسوبينو په وژلو كې په لاس درلودو تورن شوي دي. د نيولو د حكم له صادريدو وروسته دې كسانو وسلې ته لاس كړ او څلور نور يې ټپيان او وروسته وتښتيدل.

د بغلان ولايتي شورا رييس محمد رسول محسني په دې برخه كې د كورنيو چارو وزارت مسوول گڼي.

د مشرانو جرگې غړي نظرمحمد فقيري د يكشنبې ورځې(د ليندۍ۱۲) په عمومي غونډه كې د دغو دوه كسانو د نيولو غوښتونكى شو.

د مشرانو جرگې غړې بلقيس روشن وايي:

ځينې لوړ پوړي حكومتي چارواكي له دغو دوه كسانو ملاتړ كوي او حتا كابل ته يې ليږدولي دي.

دا څرگندونې د  دوه سناتورانو ترمنځ د لفظي شخړې لامل شوې.

په همدې وخت كې د كورنيو چارو وزارت په دې اړه له څه ويلو ډډه وكړه؛ خو پخپل پخواني دريځ، چې د دغو كسانو نيول دي ټينگاركوي.

له بلې خوا  د ۲۰۹ شاهين قول اردو كوماندان زلمى ويسا وايي:

كه دا دوه كسان ونه نيول شي، ملي ځواكونه  به  د خپل ځان په اړه د امنيتي چارواكو په ملاتړ بې باوره شي.

د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ د مركزي بغلان د پخواني ولسوال اميرگل او امنيه كوماندان محمد كمين د نيولو حكم وركړشوى دى، چې په اړه يې څېړنې بشپړې شوي.

Trending

Exit mobile version