تازه خبرونه

د مس عینک پروژې پر لومړي پړاو به څه باندې ۵ میلیارډ ډالر پانګونه وشي

د ارګ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ سونګ ون بینګ د مس عینک د کان په لومړي پړاو کې به له ۵ میلیارډ ډالرو زیاته پانګونه وشي او د اړتیا وړ ماشینونه به راتلونکی کال افغانستان ته را ورسېږي.

Published

on

د لوګر ولایت د مس عینک د قراردادي شرکت مشر د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د کان د لومړي پړاو د کار په اړه خبرې کړې دي.

د ارګ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ سونګ ون بینګ د مس عینک د کان په لومړي پړاو کې به له ۵ میلیارډ ډالرو زیاته پانګونه وشي او د اړتیا وړ ماشینونه به راتلونکی کال افغانستان ته را ورسېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ په دې پروژه کې به په مستقیمه توګه ۳۰۰۰ افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.

په دې کتنه کې د رییس الوزرا  سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د مس عينک د عملي کار پيلولو لپاره د چټکو ګامونو پر اخیستو ټینګار وکړ او وایي، چې اسلامي امارت له قراردادي شرکت سره دعملي کار د پيل لپاره هر ډول همکاریوته چمتو دى.

سونګ ون بینګ د مس عينک په پلان کې د تاريخي ځايونو او بدلونونو لاملونه د پروژې د ځنډېدو لامل وبلل او وایي، چې په دې اړه همکارۍ ته اړتيا لري. مس عینک میلیونونه ټنه مس لري، چې په نړۍ کې د مسو دوه‌م ستر کان شمېرل شوی دی.

د مس عینک کان د استخراج قرارداد په ۱۳۷۸ لمریز لېږدیز کال کې له چینايي کمپنۍ ایم سي سي سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شو؛ خو د امنیتي ستونزو او په سیمه کې د لرغونو آثارو د پیدا کیدو له کبله د دغه کان د استخراج چارې وځنډول شوې.

په دې وروستيو کې د دې کان د سړک جوړولو چارې پيل شوي، چې له بشپړېدو سره به د کان کيندنې چارې پيل شي.

Trending

Exit mobile version