تازه خبرونه

د ملا برادر پر مشرۍ یو پلاوي د ایکو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره آذربایجان ته ولاړ

ټاکل شوې، چې ملا عبدالغني برادر د ایکو په عمومي غونډه کې د وینا ترڅنګ د آذربایجان له یو شمېر لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره هم وګوري.

Published

on

نن (سې‌شنبه د چنګاښ لسمه) د افغانستان اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ د آذربایجان جمهوریت پر بلنه د اقتصادي همکاریو ټولنې (ECO) په اووه‌لسمه غونډه کې د ګډون لپاره باکو ته روان شو.

ټاکل شوې، چې ملا عبدالغني برادر د ایکو په عمومي غونډه کې د وینا ترڅنګ د آذربایجان له یو شمېر لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره هم وګوري.

په دې ناستو کې به د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او په بېلابېلو اقتصادي، سوداګریزو او سیمه‌ییزو سکتورونو کې د همکارۍ پر پراخولو بحث او خبرې وشي.

د اقتصادي همکاریو ټولنې اووه‌لسمه غونډه به د روان کال د جولای پر درېیمه او څلورمه د آذربایجان جمهوریت پر کوربتوب ترسره شي، چې په کې به د غړو هېوادونو ولسمشران او لوړ پوړي چارواکي ګډون وکړي.

 دا سفر په سیمه‌ییزه اقتصادي غونډه کې د اسلامي امارت له مهم رسمي حضور څخه ګڼل کېږي او تمه ده، چې پر سیمه‌ییزه کچه د افغانستان د اقتصادي تعاملاتو د پراختیا لپاره لار اواره کړي.

Trending

Exit mobile version