سیمه ییز خبرونه
د ملي امنيت پرلوى رييس شوى بريد د پاكستان د استخباراتي ادارې كار دى
د ملي شورا مشرانو جرگې پر اسدالله خالد د ځانمرگي بريد د عاملينو د پېژندنې او د هغوي د ډاگيزې محاكمې غوښتنه وكړه.
ډېرو سناتورانو د افغانستان د سولې پر بهيراو امنيتي تگلارې د بيا كتنې غوښتنه مطرح كړه.
دوى د افغانستان پر بهرني سياست نيوكه وكړه او وايي:
هر هېواد او هر څوك په افغانستان كې ځانگړي پروګرامونه لري.
د سناتورانو په وينا:
پكار ده، چې د افغانستان له شرايطو سره سم واحده بهرنۍ تگلاره جوړه شي.
مشرانو جرگې د ملي امنيت پر لوى رييس اسدالله خالد د تېرې پنجشنبې(د ليندۍ۱۶) بريد په كلكه وغانده او دا يې د پاكستان د پوځي استخباراتي ادارې كار وباله.
ډېرو سناتورانو ويلي، چې:
پاكستان د افغانستان په وړاندې رښتنى چلند نه كوي. كله، چې دا هېواد نرمښت وښيي؛ په افغانستان كې ناورين را منځته كيږي.
په داسې حال كې، چې ولسمشر حامد كرزي پراسدالله خالد د وروستي ځانمرگي بريد د هراړخيزې څېړنې امركړى، سناتوران ټينگاركوي، چې:
بايد د دې بريد عاملين پيدا او خلكو ته وروپېژندل شي. كه د تېرو ورته بريدونو هر اړخيزه څېړنه شوې واى، د ملي امنيت پر لوى رييس به ترهگريز بريد نه واى شوى.
د مشرانو جرگې ځينو غړيو د سولې عالي شورا كړنې هم ناكامه وبللې او د سولې پر روان بهير يې د بيا كتنې غوښتنه وكړه.
د مشرانو جرگې يو شمېر نور غړي سوله يوه اړتيا بولي او په دې بهير كې پر نورو ډېرو هڅو ټينگار كوي.
د دوى په وينا:
ممكن پر اسد الله خالد د وروستي ترهگريز بريد تر شا نورعوامل وي؛ ځكه خالد غوښتل، چې په ملي امنيت كې پراخ سمونونه رامنځته كړي.
د مشرانو جرگې په ډاگه كړه، چې پاكستان ته به د خپل يوه پلاوي راتلونكى رسمي سفر، د ملي امنيت پر لوى رييس د ترهگريز بريد تر څيړلو پورې وځنډوي. په دې اړه به له ولسي جرگې سره هم سلا مشوره وشي او د هغوي هوكړه به هم ترلاسه كړي.