سیمه ییز خبرونه

د ملي امنيت پر رييس بريد د پاكستان په كوئټه كې طرحه شوى و

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د داسې اسنادو د تر لاسه كولو خبر وركوي، چې ښيي:

د افغانستان د ملي امنيت پر رييس تر سره شوى ځانمرگى بريد د پاكستان په كوئټه كې طرحه شوى و.

د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې:

كه افغانستان داسې شواهد وي، نو ښكاره دې شي.

افغان ولسمشر حامد كرزي په ډاگه كړې، چې:

كه څه هم وسله والو طالبانو د افغانستان د ملي امنيت پر رييس د ځانمرگي بريد مسووليت پر غاړه اخيستى، خو دغې ډلې په پاريس كې د افغانستان د سولې په تړاو په جوړيدونكې غونډه كې د گډون چمتوالى هم  ښودلى دى.

د افغان ولسمشر حامد كرزي دا څرگندونې د پاكستانيو چارواكو تند غبرگون راپارولى دى.

د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو په ډاگه كړې، چې:

پاكستان تيار دى له افغانستان سره د دغه هېواد د ملي امنيت پر رييس د شوي بريد په اړه په څېړنو كې مرسته وكړي، خو پر پاكستان لگيدلي تورونه شواهدو ته اړتيا لري.

افغان چارواكو په پاكستان كې د كويټې او پېښور د شوراگانو، د حقاني او القاعده شبكې د موجوديت په اړه اندېښنې څرگندې كړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت د وينا په غبرگون كې ويلي، چې:

د ملي امنيت پر رييس بريد په كويټه كې طرحه شوى و.

داسې ويل كيږي، چې ځانمرگي بريد گر له ځان سره  د وسله والو طالبانو د سولې پيغام د راوړلو ادعا كړې وه.

د افغانستان د ولسي جرگې غړى سيد احمد گيلاني وروستيو پېښو ته په كتو له وسله والو طالبانو سره د سولې پرخبرو د بيا كتنې غوښتنه كړې.

له بلې خوا وسله والو طالبانو منلې، چې په پاريس كې د افغانستان د سولې پر څرنگوالي  جوړيدونكې غونډې ته به خپل استازي وليږي.

دا غونډه به په روانه ميلادي مياشت كې د سياسي ډلو د غړيو په گډون جوړه شي، چې د وسله والو طالبانو په استازيتوب به په كې شهاب الدين دلاوري او محمد نعيم گډون وكړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته وړانديز كړى، چې:

د هغو طالبانو نومونه له تورليست څخه وباسي، چې له افغان دولت سره د خبرو تمايل لري. افغان ولسمشر حامد كرزى په پاريس كې د جوړيدونكې غونډې هركلى كړى دى.

Trending

Exit mobile version