تازه خبرونه
د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د داعشیانو یو پوځي مشر وژلی
د افغانستان ملي امیت د شنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې د دې بنسټ خانګړیو ځواکونو د هېواد په ختیځ کې د داعش د پوځي عملیاتو یو مشر وژلی دی.
د ملي امنیت عمومي ریاست په یوه اعلامیې کې څرګنده کړې، چې عبدالله اورکزی د داعش جنګیالیو یو له پوځي مشرانو څخه و، چې د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار ته نږدې د ځانګړیو امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوی دی.
د ملي امنیت د څرګندونو له مخې، عبدالله اورکزی په افغانستان کې پر ملکي خلکو او افغان سرتېرو په څو وژونکيو بریدونو کې د لاس لرلو پر تور تورن شوی هم و.
داعش جنګیالیو په افغانستان کې له تېرو څو کلونو راپدیخوا د یو شمېر بریدونو مسوولیت هم منلی دی.
د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې، داعش جنګیالیو د کابل د سیکهانو په یوه درمسال کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل.
دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې سیکهـ هېوادوال مو د خپلو ځانګړیو مراسمو پر تر سره کولو اخته ول، چې بریګدګر له خپلو لاسي بمونو او ځانمرګي واسکت سره ور دننه کیږي؛ برید او چاودنې رامنځته کوي.
د برید پرمهال لږ تر لږه ۲۰۰ کسان عبادت ته ناست ول.
د یادونې ده، چې امنیتي ځواکونه له اووه ګړیو وروسته بریالي شول، چې د امنیتي ځواکونو په لباس کې درمسال ته وردننه شوی بریدګر مات او د نورو ځاني زیانونو مخه ونیسي.