تازه خبرونه
د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د داعشیانو یو پوځي مشر وژلی
د افغانستان ملي امیت د شنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې د دې بنسټ خانګړیو ځواکونو د هېواد په ختیځ کې د داعش د پوځي عملیاتو یو مشر وژلی دی.
د ملي امنیت عمومي ریاست په یوه اعلامیې کې څرګنده کړې، چې عبدالله اورکزی د داعش جنګیالیو یو له پوځي مشرانو څخه و، چې د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار ته نږدې د ځانګړیو امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوی دی.
د ملي امنیت د څرګندونو له مخې، عبدالله اورکزی په افغانستان کې پر ملکي خلکو او افغان سرتېرو په څو وژونکيو بریدونو کې د لاس لرلو پر تور تورن شوی هم و.
داعش جنګیالیو په افغانستان کې له تېرو څو کلونو راپدیخوا د یو شمېر بریدونو مسوولیت هم منلی دی.
د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې، داعش جنګیالیو د کابل د سیکهانو په یوه درمسال کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل.
دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې سیکهـ هېوادوال مو د خپلو ځانګړیو مراسمو پر تر سره کولو اخته ول، چې بریګدګر له خپلو لاسي بمونو او ځانمرګي واسکت سره ور دننه کیږي؛ برید او چاودنې رامنځته کوي.
د برید پرمهال لږ تر لږه ۲۰۰ کسان عبادت ته ناست ول.
د یادونې ده، چې امنیتي ځواکونه له اووه ګړیو وروسته بریالي شول، چې د امنیتي ځواکونو په لباس کې درمسال ته وردننه شوی بریدګر مات او د نورو ځاني زیانونو مخه ونیسي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه
د روغتیا نړیوالې ټولنې د ختیځې مډیټرانې سیمې د تازه راپور له مخې؛ نوې پېښې په هرات، پکتیکا او کندهار ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي، چې د ګوزڼ د لومړي ډول د ویروس د څلورو نویو پېښو له ثبتېدا سره په افغانستان کې د ۲۰۲۶ز. کال له پیل راپدېخوا د دې ناروغۍ د تائید شویو پېښو ټول شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د ختیځې مډیټرانې سیمې د تازه راپور له مخې؛ نوې پېښې په هرات، پکتیکا او کندهار ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د هرات په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو کې دوه پېښې ثبت شوې دي. په داسې حال کې، چې د پکتیکا په ډیله او د کندهار په ارغستان ولسوالیو کې هم یوه – یوه نوې پېښه ثبت شوې ده.
د دې ټولنې په راپور کې ویل شوي، چې د روان کال د اګست تر شپاړلسمې د ختیځې مډیټرانې په سیمه کې د ګوزڼ یا پولیو د لومړي ډول ۲۲ پېښې تائید شوې، چې ۱۹ یې په افغانستان او درې نورې په پاکستان کې ثبت شوې دي.
افغانستان په ۲۰۲۵ز.کال کې د ګوزڼ ۲۱ پېښې او پاکستان ۳۱ پېښې ثبت کړې وې.
د چاپېریالي څارنې پایلې هم ښيي، چې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ویروس اوس هم په خپرېدو دی.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د راپور له مخې، سږ کال تر دې دمه په افغانستان کې د چاپېریال ۵۸ مثبتې نمونې او په پاکستان کې ۱۱۸ مثبتې نمونې ثبت شوې دي.
افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې د ګوزڼ وحشي ویروس په کې شتون لري.
تازه خبرونه
د پښتو او دري ژبو د لیکدود د سمون او یو شان کولو پېنځه ورځنی علمي او فرهنګي ورکشاپ پیل شو
په دې پروګرام کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال شیخ عبدالرحمن طیبي، د دغه وزارت یو شمېر رییسانو، د لوړو زدهکړو او پوهنې وزارتونو استازو، د علومو اکاډمۍ، کابل پوهنتون او د ښوونې او روزنې پوهنتون استازو، استادانو، څېړونکو، ژبپوهانو، لیکوالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیالۍ د ژبو عالي شورا کمیسیون د افغانستان په ملي موزیم کې د«پښتو او دري ژبو د لیکدود د سمون او یو شان کولو» پر موخه پېنځه ورځنی علمي او کلتوري ورکشاپ پیل کړی دی.
مسوولانو ويلي، د دغه ورکشاپ موخه د ژبو د علمي بنسټونو پیاوړتیا، د لیکلو د طریقې همغږي او د ادبي او فرهنګي معیارونو لوړول دي.
په دې پروګرام کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال شیخ عبدالرحمن طیبي، د دغه وزارت یو شمېر رییسانو، د لوړو زدهکړو او پوهنې وزارتونو استازو، د علومو اکاډمۍ، کابل پوهنتون او د ښوونې او روزنې پوهنتون استازو، استادانو، څېړونکو، ژبپوهانو، لیکوالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ولسي کلتور رییس حافظ سیفالرحمن محمدي ویلي، چې د ژبو عالي شورا کمیسیون د هېواد ژبو ته د آسانتیاوو برابرولو او د ملي او نورو ژبو لپاره د یو شان لیکدودونو د چمتو کولو په موخه جوړ شوی دی.
شیخ عبدالرحمن طیبي هم د ژبو پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د هېواد د ټولو ژبو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ژمن دی او د ژبې، قوم، سیمې او مذهب پر بنسټ باید د خلکو ترمنځ تعصب نهوي.
دغه راز د پوهنتون یو شمېر استادانو، د پوهنې وزارت مسوولانو او د افغانستان د علومو اکاډمۍ استازي د پښتو او دري ژبو لپاره د یوه ګډ لیکدود د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.
ګډونوالو ویلي؛ د دغو دوه ژبو په لیکدود کې یو شمېر توپیرونه شته او د دغه ورکشاپ موخه د دغو توپیرونو څېړل او د معیاري او همغږو لیکلو د طریقو رامنځته کول دي، چې په علمي، ښوونیزو، اداري او کلتوري(هڅوبي ) برخو کې ترې ګټه واخیستل شي.
تازه خبرونه
ولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟
په دې شننه کې راغلي، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ اوربند د ۲۰۲۵ز.کال په اوکټوبر کې له سختو نښتو وروسته رامنځته شو؛ قطر او ترکیې د اوربند په هوکړه او ورپسې خبرو کې رول درلود، خو د دواړو لوریو ترمنځ د«اوربند د ماتولو» د تعریف پر سر بنسټیز اختلاف اوس هم نهدی حل شوی.
د«مدرن ډیپلوماسي» خپرونې په خپره شوې شننه کې ویل شوي، چې د سعودي عربستان، قطر، ترکیې او چین لهخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو له هڅو سره – سره د امنیت په اړه د یوه روښانه او د عملي کېدا وړ هوکړهلیک نشتوالی اوس هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې د ټینګښت پر وړاندې ستر خنډ دی.
په دې شننه کې راغلي، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ اوربند د ۲۰۲۵ز.کال په اوکټوبر کې له سختو نښتو وروسته رامنځته شو؛ قطر او ترکیې د اوربند په هوکړه او ورپسې خبرو کې رول درلود، خو د دواړو لوریو ترمنځ د«اوربند د ماتولو» د تعریف پر سر بنسټیز اختلاف اوس هم نهدی حل شوی.
د دغې شننې له مخې؛ په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د حضور او فعالیت موضوع د دې کړکېچ منځنی ټکی دی. اسلامآباد له کابل څخه د دغې ډلې پر وړاندې د مشخصو او د کره کېدا وړ اقداماتو غوښتنه کوي. په داسې حال کې، چې د افغانستان حکومت دغه تورونه ردوي او د پاکستان لهخوا د افغانستان پر خاوره بریدونه له ملي حاکمیت سرغړونه بولي.
« مدرن ډیپلوماسي» د افغانستان او هند د مخ پر پراخېدونکو اړیکو یادونه هم د کابل او اسلامآباد ترمنځ د بېباورۍ د زیاتېدا له عواملو څخه کڼي او ټینګار یې کړی، چې د پاکستان او هند پراخې سیالۍ د منځګړیتوب بهیر پېچلی کړی دی.
په شننه کې زیاته شوې، چې څلورو منځګړو هېوادونو د کړکېچ په مدیریت او د نښتو د پراخېدا په مخنیوي کې تر یوه بریده بریالیتوب ترلاسه کړی؛ خو د اختلافاتو د بنسټیز حل لپاره یې کومه پایله نهده ترلاسه کړې.
د لیکوال پر باور د موضوع اصلي خنډونه د اوربند د ماتولو د تعریف پر سر اختلاف، د امنیتي اندېښنو د حل لپاره د دواړو لوریو د غوښتنو توپیر او د باور نشتوالی بلل شوي دي.
په دې شننه کې چین، له پاکستان سره د نږدې اړیکو، له افغانستان سره د پراخو اړیکو او د سیمې د ثبات په برخه کې د خپلو اقتصادي او امنیتي ګټو له کبله، د منځګړیتوب د ګډ چوکاټ د همغږۍ لپاره مناسب انتخاب بلل شوی دی.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان په اړه د اسلامآباد پر تګلاره ملي خبرو ته اړتیا ده – پاکستاني کارپوه
-
تازه خبرونه4 days agoیو افغان په ایران کې اعدام شو
-
تازه خبرونه4 days agoدرېیمو هېوادونو ته له قطره د بند پاتې افغانانو د لېږد خبرې روانې دي- امریکا
-
لوبی3 days agoآباسین ډیفنډرز د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه2 days agoافغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoایران، چین او ترکیه د نورو پر پرتله له اسلامي امارت سره ډېرې ډیپلوماټیکې اړیکې لري
-
تازه خبرونه4 days agoد ځینو افغانانو بېرته ستنول افغانستان ته شوني دي – د سویس محکمه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران ملاتړي هېوادونه به له اقتصادي اغېزو سره مخ شي – ټرمپ
