تازه خبرونه
د ملي وحدت حکومت هڅې د تېرې ادارې په پرتله ښې وارزول شوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
له اداري فساد سره د مبارزې په اړه د افغانستان د ملي وحدت حکومت هڅې د تېرې ادارې په پرتله ښې ارزول شوې دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانگړې ادارې یا سیگار مشرجان سوپکو ويلي؛داسې ښکاري، چې: ولسمشرغني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په ډېرجدیت هڅې کوي، چې له لگښتونو او مالي مرستو څخه څوک ناوړه استفاده ونه کړي.
جان سوپکو زیاته کړې، چې د ملي وحدت حکومت په حقیقت کې له فساد سره د مبارزې لپاره کار کوي، هغه په دې اړهد افغانستان د ملي وحدت د حکومت مشران ستايلي دي.