تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړه

په دې غونډه کې روزا اتونبایوا ګډونوالو ته د ملګروملتونو د طرحې په اړه معلومات ورکړل او وایي، چې دغه طرحه د افغانانو د ګټو لپاره جوړه شوې ده.

Published

on

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه وکړه، چې په کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا د دې ټولنې موزاییک نومې  پراخې طرحې جزئیات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ، چې له دې نوښت څخه هدف د وضعیت عادي کول نه، بلکې د افغانانو د ګټو تحقق دی.

په دې غونډه کې روزا اتونبایوا ګډونوالو ته د ملګروملتونو د طرحې په اړه معلومات ورکړل او وایي، چې دغه طرحه د افغانانو د ګټو لپاره جوړه شوې ده.

روزا اتونبایوا وایي:” د ملګرو ملتونو پراخه طرحه، د اوسني وضعیت د عادي کولو لپاره ډیزاین شوې نده، بلکې د افغانانو د ګټو لپاره ده.  د هدفمندې ښکېلتیا موخه د داسې افغانستان ترلاسه کول دي، چې له ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې وي؛ په بشپړ ډول له نړیوالې ټولنې سره یوځای شي، پخپلو نړیوالو ژمنو عمل وکړي او د تاوتریخوالي بل پړاو تجربه نکړي.”

میرمن اتونبایوا زیاته کړې؛ د نجونو پر زده‌کړو ممنوعیت افغانستان له نړۍ څخه بېلوي او یو ځل بیا د افغانستان له چارسمبالي حکومته غواړي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونه لغوه او د زده‌کړو حق ورکړي.

روزا اتونبایواوایي: ” نړیواله ټولنه اوس هم په افغانستان کې د ښځو له اساسي حقونو څخه د بې برخې کېدو له کبله سخته اندېښمنه ده او دا موضوع له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا یو ځای کېدو په لار کې اصلي خنډ شمېرل کیږي.”

د ملګروملتونو د ښځو څانګې مشره سیما بحوث وایي: « په افغانستان کې د ښځو معنا لرونکی او پراخ ګډون د هر سیاسي او سوله‌ییز بهیر د مشروعیت لپاره بنسټ دی.  د ښځو له بشپړ او فعال ګډون پرته به د افغانستان په سیاسي او بشري برخو کې هیڅ رښتینی پرمختګ شونی نه‌وی او په دې هېواد کې به تلپاتې ثبات ترلاسه نشي.»

په دې غونډه کې دغه راز د امریکا استازي ډروټي شي ویلي، چې د افغانستان په اړه د واشنګټن تګلاره د بیا کتنې په حال کې ده.

نوموړی وایي: ” پر افغانستان د طالبانو له واکمۍ نږدې څلور کاله تېریږي او وضعیت هماغه شان نازک دی. په افغانستان کې اوس د امریکا اصلي تمرکز د امریکایانو ژوند ژغورل، د ترهګریزو ګواښونو کمول او د نیول شویو ټولو امریکایانو د خوشې کولو ضمانت دی.”

بل لور ته د چین استازي له دغې شورا وغوښتل، چې له اسلامي امارت سره د هېوادونو د تعامل زمینه برابره کړي او مرستندویان دې هم له افغانستان سره خپلې مرستې نه سیاسي کوي.

په ملګروملتونو کې د چین استازی ګنګ شوانګ وایي: ” مونږ له ټولو خواوو څخه تمه لرو، چې معقولې تمې ولري او د دې موضوع په اړه د عملي حل لارو د موندلو لپاره پر عملي روحیه بحث وکړي.  د ښځو حقونه او ګټې د افغانستان د ټولو مسایلو استازیتوب نه‌کوي او په هیڅ ډول د اوسنیو ستونزو اصلي لامل نه‌دي.  نړیوال معیارونه باید مراعات شي.  ښکېل لوري باید د افغانستان شرایط او دودونه هم درک کړي او له ډېرو سختو غوښتنو څخه ډډه وکړي.”

د قطر استازې وایي، چې د دوحې بهیر کاري ډلې غونډې به تر راتلونکو څو ورځو جوړې شي.

نوموړې ویلي، چې قطر به د جون له ۳۰ د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د اسلامي امارت د استازو په ګډون د دوحې بهیر د کاري ډلې د دوه غونډو کوربه وي.

په دې غونډو کې به د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د ملګرو ملتونو د کاري ډلې درېیمه غونډه او د خصوصي سکټور په اړه د کاري ډلې دوه‌یمه غونډه راونغاړي.

Trending

Exit mobile version