تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چنګاښ پر دوه‌یمه د افغانستان په اړه غونډه کوي

تمه ده، چې ویناوال د ښځو او ماشومانو د حقونو پر اړوند مسایلو هم خبرې وکړي.

Published

on

دا غونډه، چې مهم شخصیتونه او د هېوادونو سفیران به په کې ګډون وکړي؛ په افغانستان کې به د بشري مرستو د چمتو کولو او د یوناما د کاري بهیر په اړه خبرې وکړي.

تمه ده، چې ویناوال د ښځو او ماشومانو د حقونو پر اړوند مسایلو هم خبرې وکړي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا ) به هم په راتلونکو اوونیو کې خپل درې میاشتنی راپور خپور کړي.

دا غونډه، چې د چنګاښ پر دوه‌یمه یا د جون پر درویشتمه ترسره کیږي ټاکل شوې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا هم په کې وینا وکړي.

د امنیت شورا غونډې مشري به د سویلي امریکا ګیانا هېواد پر غاړه ولري.

په ملګروملتونو کې د ګویان سفیر کارولین رودریګز ویلي؛ ” په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت یا یوناما د فعالیتونو په اړه به یوه لنډه او مشورتي غونډه هم جوړه شي.

تمه ده په دې غونډه کې د یوناما ځانګړې استازې او روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو د ښځو اجرائیوي رییسه سیما بحوث او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا یو چارواکی وینا وکړي.”

دغه راز ټاکل شوې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یا یوناما استازولي د غبرګولي پر درویشتمه( د جون پر دیارلسمه) له غونډې مخکې خپل درې میاشتنی راپور خپور کړي.

له دې مخکې اسلامي امارت په افغانستان کې د یوناما فعالیتونه بې اغېزې یاد کړي وه، چې یوناما د افغانستان غلط انځور وړاندې کوي.

د ملګروملتونو امنیت شورا غړو د تېر کال په کب میاشت کې د رایو پر یووالي یو پرېکړه لیک تصویب کړ، چې له مخې یې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر اووه‌لسمې پورې د یو بل کال لپاره وغځول شو.

ویل کیږي، چې یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د ودې، د خبرو اترو د آسانتیا، د سیمه‌ییزې همکارۍ د ودې، د بشري مرستو د همغږۍ او اقلیمي اقداماتو ملاتړ ته ورته اهداف تعقیبوي.

Trending

Exit mobile version