تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لومړۍ ټولګه کابل ته راورسېده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۳, ۱۴۰۰)

د ملګرو ملتونو د ژمنیو مرستو لومړۍ الوتکه په کابل هوايي ډګر کې راکښته شوه.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ټویټ کړی: مونږ بې ځایه شویو او زیانمنونکیو خلکو ته راروان سخت ژمي کې د خوندي او ګرم پاتېکېدو لپاره پخپل وخت مرستې چمتو کوو.

دغې ادارې زیاته کړې؛ تېره ورځ د بې ځایه شویو او زیانمنو افغانانو لپاره د بېړنیو بشري مرستو یوه ۳۳ ټنه ټولګه کابل ته ورسېده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاندې شبیا منټو ویلي؛ د دغې ادارې لخوا چارټر شوې الوتکه د سې شنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو له شارجې څخه الوتنه وکړه او پر ځايي وخت د ماسپښین پر ۳:۳۰ کابل ته ورسېده.

ټاکل شوې، چې په روانه اوونۍ کې دوه نورې الوتنې هم دې هېواد ته بشري مرستې ورسوي.

منټو زیاته کړې؛ په افغانستان کې بشري اړتیاوې په چټکۍ مخ پر زیاتېدو دي؛ ځکه، چې هوا د سانيي ګراد ۲۵ درجو ته رسېدلې. ډېري بې ځایه شوې کورنۍ د اړتیا وړ سرپناه نلري. په داسې حال کې، چې یو شمېر په دې وروستیو کې خپلو کورونو ته ستانه شوي؛ خو د ساړه موسم لپاره یې خپل کورونه مناسب نه دي.

جګړو او ناامنیو سږ کال شاوخوا ۳.۵ میلیون افغانان بې ځایه کړي، چې شاوخوا ۷۰۰ زره یې له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي دي.

ټاکل شوې، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي آر) د ۵۰۰۰۰۰ خلکو سره مرستې وکړي.

ـــــــ

کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره! د خپلو نغدي مرستو لپاره لاندې اوبپاڼې ته ورشئ: http://www.helpafg.org

آریانا نیوز او آریانا ټلویزیون؛ د بیات بنیاد له نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي هر اړخیز ملاتړ کوي.

مونږ د بیات بنیاد د رسمي رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې وکولی شو په دې سخت وخت کې اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړو.

Trending

Exit mobile version