Connect with us

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال له خپلو مرستو ډاډ څرګند کړ

 محمد يونس راشد د دې بنسټونو د هڅو د ستایلو تر څنګ هيله کړې، چې نړيواله ټولنه دې د افغان ځوانانو د تعليم، تحصيل، کاري او مسلکي ظرفيت لوړونې او روغتيايې مرستو په برخو کې خپل ملاتړ ته پراختيا ورکړي، چې افغان ځوانان د غير قانوني مهاجرت، بېکارۍ او ګڼو نورو ستونزو په برخو کې بريالۍ مبارزه وکړي او د خپل هېواد د آبادۍ او ولس د ښېرازۍ لپاره خپل مسووليت اداء کړای شي.

خپور شوی

د

Last Updated on: غویی ۱۷, ۱۴۰۴

  د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال محمد يونس راشد په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستيال انډريو پاول سبرټون او مل پلاوي سره د ځوانانو پر وړتیتا لوړولو خبرې وکړې.

 محمد يونس راشد د دې بنسټونو د هڅو د ستایلو تر څنګ هيله کړې، چې نړيواله ټولنه دې د افغان ځوانانو د تعليم، تحصيل، کاري او مسلکي ظرفيت لوړونې او روغتيايې مرستو په برخو کې خپل ملاتړ ته پراختيا ورکړي، چې افغان ځوانان د غير قانوني مهاجرت، بېکارۍ او ګڼو نورو ستونزو په برخو کې بريالۍ مبارزه وکړي او د خپل هېواد د آبادۍ او ولس د ښېرازۍ لپاره خپل مسووليت اداء کړای شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ځوانانو چارو مرستیال محمد يونس راشد دې پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي: «خوښ دی، چې د ملګرو ملتونو د رهبرۍ لوړپوړي پلاوي افغانستان ته سفر کړی او د مغرضو رسنيو د غلطو معلوماتو پرځای په افغانستان کې شته سرتاسري امنيت، د ولس د آبادۍ او ښېرازۍ هڅې او نور مثبت اقدامات او تغيرات په خپلو سترګو وويني. »

په خبرپاڼه کې راغلي؛ انډریو پاول سبرټون، چې د ملګرو ملتونو د مرستيالۍ تر څنګ د  ملګرو ملتونو د وګړو صندوق  (UNFPA)  د عمومي ریيس مرستيال هم دی، وایي؛ دا يې افغانستان ته لومړنی سفر دی او غواړي، چې له اړوند امارتي ارګانونو سره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق پروژو په اړه خبرې وکړي او د خپلو فعاليتونو د دوام او ممکنه پراختيا په اړه چارواکو ته د خپلې  پاليسۍ په رڼا کې معلومات ورکړي. 

په دې کتنه کې پاول د ځوانانو چارو مرستیال ته ډاډ ورکړ؛ ملګري ملتونه په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي او هڅه به وکړي، چې نړيوالې ټولنې ته له افغانستان مثبت انځور وړاندي کړي.

ویل کیږي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستيال سره په راغلي پلاوي کې د آسيا په کچه د UNFPA منطقوي مسوول پيو او په افغانستان کې د دغې ادارې مسوول کوبينا اسانتي هم مل ول.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!