تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال له خپلو مرستو ډاډ څرګند کړ
محمد يونس راشد د دې بنسټونو د هڅو د ستایلو تر څنګ هيله کړې، چې نړيواله ټولنه دې د افغان ځوانانو د تعليم، تحصيل، کاري او مسلکي ظرفيت لوړونې او روغتيايې مرستو په برخو کې خپل ملاتړ ته پراختيا ورکړي، چې افغان ځوانان د غير قانوني مهاجرت، بېکارۍ او ګڼو نورو ستونزو په برخو کې بريالۍ مبارزه وکړي او د خپل هېواد د آبادۍ او ولس د ښېرازۍ لپاره خپل مسووليت اداء کړای شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال محمد يونس راشد په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستيال انډريو پاول سبرټون او مل پلاوي سره د ځوانانو پر وړتیتا لوړولو خبرې وکړې.
محمد يونس راشد د دې بنسټونو د هڅو د ستایلو تر څنګ هيله کړې، چې نړيواله ټولنه دې د افغان ځوانانو د تعليم، تحصيل، کاري او مسلکي ظرفيت لوړونې او روغتيايې مرستو په برخو کې خپل ملاتړ ته پراختيا ورکړي، چې افغان ځوانان د غير قانوني مهاجرت، بېکارۍ او ګڼو نورو ستونزو په برخو کې بريالۍ مبارزه وکړي او د خپل هېواد د آبادۍ او ولس د ښېرازۍ لپاره خپل مسووليت اداء کړای شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ځوانانو چارو مرستیال محمد يونس راشد دې پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي: «خوښ دی، چې د ملګرو ملتونو د رهبرۍ لوړپوړي پلاوي افغانستان ته سفر کړی او د مغرضو رسنيو د غلطو معلوماتو پرځای په افغانستان کې شته سرتاسري امنيت، د ولس د آبادۍ او ښېرازۍ هڅې او نور مثبت اقدامات او تغيرات په خپلو سترګو وويني. »
په خبرپاڼه کې راغلي؛ انډریو پاول سبرټون، چې د ملګرو ملتونو د مرستيالۍ تر څنګ د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) د عمومي ریيس مرستيال هم دی، وایي؛ دا يې افغانستان ته لومړنی سفر دی او غواړي، چې له اړوند امارتي ارګانونو سره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق پروژو په اړه خبرې وکړي او د خپلو فعاليتونو د دوام او ممکنه پراختيا په اړه چارواکو ته د خپلې پاليسۍ په رڼا کې معلومات ورکړي.
په دې کتنه کې پاول د ځوانانو چارو مرستیال ته ډاډ ورکړ؛ ملګري ملتونه په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي او هڅه به وکړي، چې نړيوالې ټولنې ته له افغانستان مثبت انځور وړاندي کړي.
ویل کیږي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستيال سره په راغلي پلاوي کې د آسيا په کچه د UNFPA منطقوي مسوول پيو او په افغانستان کې د دغې ادارې مسوول کوبينا اسانتي هم مل ول.