تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو د کدوالو عالی کمیشنرۍ په خوست او پکتیکا کې زلزله ځپلیو ته کورونه جوړوي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو د کدوالو عالی کمیشنرۍ د ۱۴ میلیون دالرو  پر  ارزښت د ۲۳۰۰ داسې کورونو له جوړولو خبر ورکړی، چې د زلزلې پر وړاندې مقاومت ولري. د افغانستان په سویل ختیځه سیمه کې د جون پر ۲۲ مرګونې زلزلو د اړوند سیمو اوسیدونکي بې کوره کړي دي.

د پلان له مخې، UNHCR د پکتیکا ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې د دوه زره او د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د ۳۰۰ کورونو د جوړولو لپاره د توکو او د ودانیو له لګښتونو ملاتړ کوي.

د UNHCR استازي لیونارد زولو د پکتیکا ولایت په برمل کې د ارزونې د ماموریت پر مهال ویلي: په راتلونکیو میاشتو کې به ۲۳۰۰ زلزله څپلې کورنۍ نوي، پاخه، ژمني کورونه ولري. دې بنسټ له زلزلې دوه ورځې وروسته د بېړنۍ سرپناه وېشل پیل کړل او مونږ اوس هڅه کوو، چې بېړني اړتیاوې یې پوره او کورونه ورته جوړ کړو.

یاد بنسټ پر ودانیزو توکو سربېره؛ هغو کسانو ته، چې په پروژه کې برخه اخلي کاري زمینه برابره کړې او کارکوونکي به ۷۰۰ امریکایي دالر ترلاسه کوي. دغه راز هغه انجنیران چې د UNHCR د شریکانو سره کار کوي د ساختماني چارو څارنه به کوي، چې اړونده لارښوونې ترسره شي. هرې کورنۍ ته به د ژمي په میاشتو کې د لرګیو سوځولو لپاره بخارۍ، لمریزې تختې او همدارنګه د آزادو تشنابونو جوړولو مواد ورکړشي.

دغه راز د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په درې ولسوالیو کې ټولنیز خدماتو لکه روغتیایي مرکزونو، ښوونځیو او د اوبو سیستمونو ته د لاسرسي ښه کولو لپاره یو ګډ پروګرام پیل کړی دی.

د ۵۰۹ درجې زلزلې په پایله کې د راپورونو له مخې له ۱۰۰۰څخه ډېر خلک مړه شوي او ډېر نور ټپیان دي.

په افغانستان کې اټکلونه ښيي، چې څه باندې ۲۴ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې شاوخوا ۳۰۴ میلیون افغانان د جګړو له کبله بې ځایه شوي او همدارنګه ۱۰۵۷ میلیون د اقلیم له کبله بې ځایه شوي دي، چې دا په نړۍ کې یو پیچلي بشري ناورین دی.

Trending

Exit mobile version