تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له افغان کډوالو سره د مرستې غوښتنه وکړه

د کډوالۍ نړیوالې ټولنې (IOM) د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راپدېخوا له ګاونډ هېوادونو څخه له درې میلیونو ډېر افغانان افغانستان ته راستانه شوي دي. ډېری یې یا جبري ایستل شوي یا د نیول کېدو له وېرې راتښتیدلي، چې پاکستان د ټولو بې اسنادو بهرنیو د شړلو پرېکړه وکړه.

Published

on

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د بودجې له جدي کمښت خبرداری ورکړی؛ ځکه، چې دا بنسټ له پاکستان څخه راستنېدونکو افغانانو ته مرسته برابروي.

د کډوالۍ نړیوالې ټولنې (IOM) د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راپدېخوا له ګاونډ هېوادونو څخه له درې میلیونو ډېر افغانان افغانستان ته راستانه شوي دي. ډېری یې یا جبري ایستل شوي یا د نیول کېدو له وېرې راتښتیدلي، چې پاکستان د ټولو بې اسنادو بهرنیو د شړلو پرېکړه وکړه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په یوه راپور کې راغلي، چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۷۸ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې له ۳ سوه ۵۱ زره څخه ډېر یې جبري ایستل شوي دي.

دغه راز د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) راپور ورکړی، چې د افغانستان ۷۵ سلنه وګړي د ژوندي پاتې کیدو لپاره هڅې کوي او نیمایي برخه یې بېړنۍ بشري مرستې ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د UNHCR استازي عرفات جمال ویلي، چې دې بنسټ سږکال د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره  ۲۱۶ میلیون ډالرو ته اړتیا لري؛ خو تر اوسه پورې د دې بودجې یوازې ۲۵ سلنه ترلاسه شوې ده. د بودجې د نشتوالي له کبله UNHCR یوازې لومړنۍ بشري مرستې چمتو کولی شي.

نوموړی وایي: “دا مرستې کولی شي د یو کس ژوندي پاتې کیدو کې مرسته وکړي؛ خو دوی اغېزمنه بیارغونه نشي وړاندې کولی.”

د بودجې بحران د افغان ښځو او نجونو د ساتنې لپاره ډیزاین شوي پروګرامونو او همدارنګه یې پر اړوند ملاتړ پروګرامونو هم منفي اغېزه کړی دی.

دې بنسټ له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې “خپلې پانګونې روانې وساتي، پخپله لار روان پاتې شي او د افغان کډوالو د راستنېدو او د هغوی د راتلونکي جوړولو لپاره اړین سیاسي او مالي ملاتړ چمتو کړي.”

UNHCR زیاته کړې: “مونږ په تېرو وختونو کې له هغو حکومتونو ملاتړ کړی، چې د دې کډوالو کوربتوب یې کړی او اوس هم له دوی سره ولاړ یوو؛ ځکه، چې ډېری افغانان بېرته خپل هېواد ته را روان دي.”

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې له لسیزو راپدېخوا نړیواله پانګونه له دوامداره ملاتړ پرته له خطر سره مخ ده او له ګاونډ هېوادونو یې وغوښتل، چې له افغان راستنېدونکو سره انساني کرامت په پام کې ونیسي او د راستنېدو بهیر ته د دوامداره او رضاکارانه حل لارو لپاره کار وکړي.

Trending

Exit mobile version