سیمه ییز خبرونه
د ملگرو ملتونو امنيت شورا د افغان حكومت بلې غوښتنې ته مثبت ځواب وركړ
د ملگرو ملتونو امنيت شورا طالب مشرانو ته اجازه وركړې، چې د سولې په خبرو كې د گډون لپاره بهرنيو هېوادونو ته سفر وكړي. د دې پرېكړې له مخې، د طالبانو غړي، چې وړاندې لدې د ملگرو ملتونو په تور نوملړ كې وو، كولاى شي، د نړۍ په هېوادونو كې د سولې په جوړېدونكو ناستو كې د گډون په موخه سفر وكړي.
د ملگرو ملتونو امنيت شورا د سولې خبرو اترو ته د طالبانو د را كاږلو په هدف د افغان حكومت بلې غوښتنې ته مثبت ځواب وركړ.
افغان حكومت غوښتل، چې طالب مشران د ملگرو ملتونو له تور نوملړ څخه ووځي.
د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د پرېكړې له مخې، كوم طالبان، چې نومونه يې په تور نوملړ كې دي، كولاى شي، د سولې په ناستو كې د گډون لپاره بهرني سفرونه وكړي.
د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په پرېكړه ليك كې له افغان دولت څخه غوښتنه شوې څو هغه طالبان اعلام كړي، چې غواړي د سولې په خبرو كې گډون وكړي.
د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په تور نوملړ كې د ۱۳۶ طالبانو نومونه ځاى شوي دي.
د سولې د عالي شورا د بهرنيو اړيكو سلاكارمحمد اسماعيل قاسميار د ملگرو ملتونو له تازه اقدام هركلى كړى، او ويلي يې دي، دا گام له ۲۰۱۴ كال وروسته، چې كله بهرني ځواكونه له افغانستان څخه وځي، د سولې له خبرو سره مرسته كولاى شي.
بلخوا د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځانگړي استازي مرستيال جيمز وارليك له افغان دولت غواړي، چې د سولې هڅې لا پسې پراخې كړي.
جيمز وارليك وايې، په افغانستان كې سوله د سيمې په گټه ده.
نوموړى زياتوي، چې د سيمې ټول هېوادونه بايد په افغانستان كې د سولې د ټينگښت لپاره د همكاريو لاسونه سره وركړي. په افغانستان كې سوله د سيمې د ټولو هېوادونو په گټه ده. مونږ هيله من يو، چې د افغانستان ټول گاونډي هېوادونه په دې هېواد كې د ثبات د راوستو په لار كې همكار شي. څو افغانستان د خپلو گاونډيو تر څنگ باثبات حالت ته ورسېږي.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د ملي امنيت شورا په دې خبرې كوي څو په قطر كې د طالبانو لپاره دفتر پرانيستل شي.