سیمه ییز خبرونه

د منبر له لارې دې له ادارې فساد سره د مبارزې لار غوره شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د حج او اوقافو وزارت او د افغانستان د شفافيت بنسټ پر داسې يوه پروگرام كار كوي، چې د منبر له لارې له ادارې فساد سره د مبارزې او د فساد د مخنيوي لارې چارې ولټول شي.

پر دغه پروگرام شپږ سوه زره امريكايي دالر لگښت راځي، چې د حركت ادارې لخوا وركول كيږي.

له ادارې فساد سره د مبارزې په برخه كې د حج او اوقافو وزارت د سر پرست داكتر عابد او د افغانستان د شفافيت د بنسټ د رييس نسيم  اكبر تر منځ د لاسليك شوي تړون په پايله كې به ۲۷۰۰ ديني عالمان له اداري فساد سره د مبارزې اغېزناكې لارې چارې زده او په منبر او جوماتونو كې د تبليغ له لارې به له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د خلكو ذهنونه روښانه كړي.

اداري فساد هغه پېچلې ستونزه ده، چې افغان دولت يې په مهارولو كې پاتې راغلى دى. نړيوالې ټولنې هم له افغانستان سره خپلې مرستې له اداري فساد سره د مبارزې په لاره كې له پرمختگونو او لاسته راوړنو سره تړلي دي.

Trending

Exit mobile version