تازه خبرونه

د منځنۍ آسیا استازو په قزاقستان کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې غونډه کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و او د افغانستان پر وضعیت یې د خبرو ترڅنګ د عملي همکارۍ لارې چارې هم وارزولې.

Published

on

د منځنۍ آسیا د تماس دلې غړو هېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان په اړه په آستانه کې ځانګړې ناسته ترسره کړه.

د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې غونډه کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و او د افغانستان پر وضعیت یې د خبرو ترڅنګ د عملي همکارۍ لارې چارې هم وارزولې.

د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف له کابل سره د ښکېلتیا او تعامل لپاره پر اړوند بېړنیو مسلو رغنده خبرو او عملي حل لارو موندلو د هېواد پر ژمنې ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې خبرې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، د افغانستان له لارې د ټرانزیټ او ټرانسپورټي دهلېزونو پراختیا او د سیمې د هېوادونو د امنیتي اندېښنو ارزونې راوڅرخېدې.

ګډونوالو ټینګار کړی؛ د منځنۍ آسیا هېوادونه باید همغږې هڅې وکړي، چې په افغانستان کې ثبات تضمین او دوامدار پرمختګ ته وده ورکړ شي.

ویل کیږي، چې د دغو هېوادونو ځانګړو استازو د سیمه‌ییز تماس ډلې په چوکاټ کې د منظمې سلا مشورې او کاري اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version