تازه خبرونه
د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې پوځي عملیات د ستونزې حل ندی – د ولسي جرګې ځینې غړي
په ولسي جرګه کې د غزني استازیو ویلي؛ بهسود ته د ځواکونو د استولو پرېکړه د ستونزې حل نه، بلکې کولی شي نوره یې هم ژوره کړي.
ویل کیږي، چې د بهسود مسئلې په تړاو ځینې حکومتي چارواکي په ناندریو کې ښکېل شوي؛ خو ملي دفاع وزارت وایي؛ په بهسود کې د عليپور د نیونې هڅې جدي روانې دي.
ویل کیږي، چې د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې د سیمه ییزو ځواکونو قومندان عبدالغني علیپور د طالبانو او داعش په وړاندې د حکومت سنګرونه ساتلي او له خلکو دفاع کوي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شويو انځورونو او څرګندونو په ډاګه کړې؛ نږدې یوه اوونۍ کیږي، چې د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې د عليپور وسلوالو د ملي اردو ۹ کسیزه چورلکه رانسکوره کړې؛ خو اوس یې رد کړې ده.
د قومندان عليپور یوه غږیزه څرګندونه ښيي، چې دی د چورلکې په راغورزېدو کې لاس نلري وایي، چې چورلکه له هوا څخه ویشتل شوې او هغه هوایي ځواک نلري.
علیپور د خپلو تېرو څرګندونو په اړه په ډاګه کړې: ما ندي ویلي، چې مونږ دا چورلکه ویشتلې؛ ما ویلي وه، چې د جګړې په ډګر کې چې یوه الوتکه رانسکوریږي، نو اړینه ده، چې مرمۍ پرې لګېدلې.
په ولسي جرګه کې د غزني استازی قیوم سجادي ویلي؛ بهسود ته د ځواکونو د استولو پرېکړه د ستونزې حل نه، بلکې کولی شي نوره یې هم ژوره کړي.
علي پور د ولسمشر د دوه یم مرستیال پر ضمانت له بند آزاد شوی؛ خو سرور دانش د سرې میاشتې ټولنې د مشر د پېژندنې پر مهال بهسود او عليپور ته هیڅ اشاره نکوي.
پوځي کارپوه عیتق الله امرخېل ویلي، چې د عليپور د وسلوالو لخوا د چورلکې غورزول او په کې د پیلوټانو په ګډون د پېنځه سرتېرو وژنه یو جنایت و او باید دا قومندان ژر د قانون منګولوته وسپارل شي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وایي، چې د عليپور د نیولو لپاره پوځي هڅې دوام لري.
د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، چې په بهسود کې د حکومت لخوا د پوځي عملیاتو له پیلېدو وروسته علي پور او افراد یې تښتېدلي دي.