Connect with us

تازه خبرونه

د م.م په دفترونو کې پر افغان ښځو کاري بندیز روان پاتې دی

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ دې بندیزونو د میلیونونو اړو خلکو لپاره د اړینو بشري خدماتو وړاندې کېدا له پوره خطر سره مخ کړې ده.

خپور شوی

د

درې میاشتې وشوې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو افغان ښځینه کارکوونکې د اسلامي امارت له‌خوا د کار اجازه نلري.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ دې بندیزونو د میلیونونو اړو خلکو لپاره د اړینو بشري خدماتو وړاندې کېدا له پوره خطر سره مخ کړې ده.

سره له دې، چې ښځې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د حاضرۍ اجازه نلري؛ خو افغان ښځینه کارکوونکې په سیمه‌ییزو ټولنو کې د لرې(انلاین) فعالیتونو له لارې خپل اړین کارونه ترسره کوي. هغوی د هېواد په ختیځ او شمال کې د وروستیو زلزلو له اغېزمنو کورنیو سره مرسته کړې، له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو زرګونو کسانو ملاتړ یې کړی او د خوړو، پاکو اوبو، روغتیايي پاملرنې، سرپناه، ښه ژوندانه ته د شرایطو برابرولو او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت پروګرامونو په څېر ضروري خدمتونه یې ترسره کړي دي.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې د دغو بندیزونو دوام د هېواد پر کچه د میلیونونو وګړو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د دې بنسټ په اعلامیه کې راغلي: «افغان ښځې د ملګرو ملتونو د کاري هڅو نه بېلېدونکې برخه ده. افغان ښځو او نجونو ته د لاسرسي او هغوی ته د کلتوري اړتیاوو له مخې د مرستو رسولو لپاره د ښځو شتون اړین دی. مرسته باید د ښځو له‌خوا ښځو ته ورسېږي.»

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له دې بندیز سره خپل مخالفت څرګند کړی او دا بندیز یې د بشري حقونو او برابریو په اړه د دې ټولنې له بنسټیزو غوښتنو سره په ټکر کې بللی دی. دې بنسټ ټینګار کړی، چې دا بندیزونه په افغانستان کې د دوی ماموریتي چارې کمزوری کوي.

د روانو بندیزونو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو لنډمهاله عملياتي بدلونونه رامنځته کړي او پدې هم غور کوي، چې څنګه خپلې بشري چارې روانې وساتي.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له اسلامي امارت وغوښتل، چې دا بندیز لرې کړي؛ ښځینه کارکوونکو او قراردادیانو ته په دفترونو کې خوندي او له ‌خنډ پرته د کار کولو زمینه برابر کړي، چې دا کار د هېواد پر کچه اړمنو ښځو او نجونو ته د مرستو رسولو لپاره ډېر اړین دی.

د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه پدې اړه څه ندي ويلي.

تازه خبرونه

رییس‌الوزراء له ازبک پلاوي سره پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو خبرې وکړې

په دې لیدنه کې د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع، د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري او په ازبکستان کې د اسلامي امارت سفیر عبدالغفار بحر هم ګډون درلود.

Published

on

د اسلامي امارت رییس‌الوزراء ملا محمدحسن آخوند نن له غرمې مخکې په ارګ کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یوف سره، چې تېره ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي پر مشرۍ کابل ته راغلی، ولیدل.

په دې لیدنه کې د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع، د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري او په ازبکستان کې د اسلامي امارت سفیر عبدالغفار بحر هم ګډون درلود.

جمشید خواجه‌یوف د لیدنې په پیل کې ویلي، افغانستان ته د ازبکستان د وزیرانو، مرستیالانو، سوداګرو او پانګه‌والو د دغه لوی پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراخول او پیاوړي کول دي.

هغه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ښو اړیکو ته په نغوته کې ویلي، افغانستان د ازبکستان په بهرنۍ تګلاره کې ځانګړی ځای لري او د دې سفر اصلي موخه د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف د لارښوونې له مخې د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې د شویو ژمنو عملي پلي کول دي، چې دواړه هېوادونه یې پایلې وویني.

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړې، تېر کال ازبکستان ته د افغانستان ټول صادرات ۱۵۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي وه؛ خو د روان کال له پیل څخه تر اوسه دغه شمېر ۱۱۱ میلیون ډالرو ته رسېدلی او تمه ده، چې د کال تر پایه نور هم زیات شي.

نوموړي ویلي، ازبکستان تر اوسه د افغانستان وګړو ته پېنځه زره ویزې صادرې کړي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او اقتصادي اړیکو پراختیا ښیي.

د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء رییس ملا محمدحسن آخوند د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، د دغه پلاوي سفر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.

هغه زیاته کړې، د دې پلاوي سفر او د اقتصادي اړیکو پراختیا د افغانستان پر راتلونکي د دغه هېواد د قوي باور څرګندونه کوي.

د لیدنې په پای کې ملا محمدحسن آخوند د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان له دغه دوست او ورور هېواد سره د اړیکو له پیاوړتیا خوښ دی او د شویو ژمنو پلي کولو ته بشپړ ژمن پاتې دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هیڅ ډلې ته به د افغانستان د امنیت ګډوډولو اجازه ورنه‌کړ شي

محمد اسماعیل غزنوي مخالفانو ته په خپله وینا کې څرګنده کړې؛ هیچا او هیڅ ډلې ته به اجازه ورنه‌کړ شي، چې د افغانستان امنیت وګواښي.

Published

on

د بدخشان والي محمد اسماعیل غزنوي او د اسلامي امارت د دفاع وزارت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په بېلابېلو څرګندونو کې د هېواد پر امنیت او د هر ډول امنیتي ګواښونو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

محمد اسماعیل غزنوي مخالفانو ته په خپله وینا کې څرګنده کړې؛ هیچا او هیڅ ډلې ته به اجازه ورنه‌کړ شي، چې د افغانستان امنیت وګواښي.

هغه له مخالفانو غوښتي، چې له ورانکارۍ لاس واخلي او د هېوادوالو امنیت ګډوډ نه کړي.

نوموړي ویلي:« په تېرو شل کلونو کې هغه مهال، چې د ناټو او امریکا ځواکونو ملاتړ درسره و؛ څه مو وکړل؟ مونږ ستاسو پر ضد د مبارزې او جګړې تجربه لرو او ښايي پر هېواد د واکمنېدا هیله مو له ځان سره ګور ته یوسئ.»

هغه له مخالفانو وغوښتل، چې د اوسني امنیت ارزښت وپېژني او که کومه ستونزه لري؛ د خبرو له لارې یې حل کړي.

دغه راز د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د بدخشان ولایت زیباک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال ویلي؛ امنیتي ځواکونه به هیچا او هیڅ ډلې ته اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان امنیت ګډوډ کړي. نوموړي زیاته کړې، پاکستان د اسلامي امارت د ځینو مخالفانو ملاتړ کړی؛ خو هغوی د اسلامي امارت د ځواکونو د مقاومت پر وړاندې ناکام شوي دي.

هغه د سرحدونو د دفاع لپاره د امنیتي ځواکونو له بشپړ چمتووالي خبر هم ورکړی او ګواښ کوی، چې د ناامنۍ د رامنځته کولو هره هڅه به له پرېکنده غبرګون سره مخ شي.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ په وروستۍ نښته کې، چې یوې وسله‌والې ډلې غوښتل د چترال د شاه‌سلیم سیمې له لارې د زیباک ولسوالۍ ته ننوځي، لږ تر لږه پېنځه تنه وژل شوي، یو شمېر نور پاکستان ته تښتېدلي او د «آزادۍ جبهې » یو قومندان هم د نښتې او د امنیتي ځواکونو د تعقیبي عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بامیان والي له ازبک پلاوي سره په دې ولایت کې پر اقتصادي او کرنیزو همکاریو خبرې وکړې

د بامیان ولایت د رسنیو دفتر ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې د ماشیني کېدا، د تخنیکي تجربو د لېږد، د کچالو د صنعت د پراختیا او د بزګرانو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

Published

on

 

د بامیان والي د دې ولایت لپاره په کابل کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یوف سره په لیدنه کې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د تلپاتې کرنې پر ودې او د پانګونې پر جلبولو ټینګار وکړ.

د بامیان ولایت د رسنیو دفتر ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې د ماشیني کېدا، د تخنیکي تجربو د لېږد، د کچالو د صنعت د پراختیا او د بزګرانو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

د بامیان والي د ازبکستان له همکاریو د مننې ترڅنګ، د بامیان د کرنیزو او پراختیایي پروژو د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.

د ازبکستان لومړي وزیر مرستیال هم د خپل هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او په بامیان ولایت کې یې د پانګونې، د تولیدي وړتیاوو د پیاوړتیا او د کرنې د سکټور د پراختیا له ملاتړ ډاډ ورکړ.

د یادونې ده، چې دغه پلاوی پرون له غرمې وروسته د دې هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجه‌یوف پر مشرۍ کابل ته راغلی او د سفر موخه یې د اسلامي امارت له چارواکو او د افغانستان د خصوصي سکټور له استازو سره لیدنه او په سوداګریز فورم کې ګډون دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117