تازه خبرونه

د ناروې او ایران بهرنیو چارو وزیرانو پر افغانستان خبرې وکړې

عراقچي د ناروې له لومړي وزیر یوناس ګار سټورا سره ولیدل. په دې لیدنه کې دواړو خواوو په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د ایران او ناروې د اړیکو پر پراختیا  ټینګار وکړ او د افغانستان د وضعیت اړوند وروستي بدلونونه هم وڅېړل شول.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اوسلو د دوه‌ویشتمې نړیوالې غونډې په څنډه کې د ناروې له څو لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي او د افغانستان د بشري ننګونو په اړه یې خبرې کړې دي.

عراقچي د ناروې له لومړي وزیر یوناس ګار سټورا سره ولیدل. په دې لیدنه کې دواړو خواوو په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د ایران او ناروې د اړیکو پر پراختیا  ټینګار وکړ او د افغانستان د وضعیت اړوند وروستي بدلونونه هم وڅېړل شول.

د ایران بهرنیو چارو وزیر له خپل سیال سپن بارټ ایډه سره هم وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو او د همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو، سیمه‌ییزو بدلونونو؛ د افغانستان او غزې د وضعیت او نړیوالو مسلو لکه په نړیوالو ټولنو کې د ناروې پر دریځ او بندیزونو بحث وشو.

د ناروې له چارواکو سره د عراقچي د خبرو اترو یوه بنسټیزه موضوع د افغانستان وضعیت او په دې هېواد کې بشري ننګونې وې.

د نړیوالو مرستو پروګرامونو د ملاتړې په توګه ناروې د افغانستان د خلکو په ملاتړ کې خپل اړین دریځ ساتلی دی.

Trending

Exit mobile version