سیمه ییز خبرونه
د ناوړه چاپېريال او ككړې هوا له امله خلك په تنفسي ناروغيو اخته شوي دي
مشرانو جرگه وايي، چې د ناوړه چاپېريال او ككړې هوا له امله خلك د زړه او په تنفسي ناروغيو اخته شوي دي او د چاپېريال ساتني اداره تر اوسه د چاپېريال ساتني د ستونوزو د اورولو په اړه د پام وړكارونه ندي كړي.
مشرانو جرگه په هېواد كې په خپل سره د ځنگلونو د پرېكولو، د ناوړه هوا او ككړ چاپېريال له امله، چې خلك يي له ډېرو ستونزو سره مخ كړي د چاپېريال ساتني د اداري چار واكې عمومي غونډې ته راغوښتي ول.
د مشرانو جرگې يو شمير غړي وايي:
همدا اوس ډېر خلك د ناوړه هوا او ككړ چاپېرېال له امله د زړه او تنفسي ناروغيو اخته شوي دي او د هېواد ځنگلونه، چې له يوي خوا د هوا په پاكوالي كې گټه رسوي تر څنگ يي ملي شتمني ته د يو شمېر خلكو لخوا په خپل سر پرېكېږي، خو څوك يي مخه ننسي.
خو د چاپير يال ساتني د اداري رئيس مصطفى ظاهر د ستونزو په منلو سره وايي:
دى په يوازې نشي كولاى، چې د پاك چاپېريال لپاره كار وكړي او د قانون له مخي يو شمېر وزارتونه دي، چې د چاپېريال ساتني په برخه كې بايد، چې جدي هڅي وكړي، خو په تاسف سره، چې دوى له قانون څخه سر غړونه كوي او په سمه توگه همكاري نه كوي.
همدارز نوموړي زياتوي، چې د كار د سمون لپاره په اداراتو كې تخصصي كاركونكو ته اړتيا ده، خو په تاسف سره، چي د دوى او په نور اداراتو كې ډېر كسان پرته له تخصص د پېسو په بدل كي استخدامېږي .
د يادوني وړه ده، چي د خرابو تېلو كارول، د پلاستيكي او چرمي موادو سوځول او په هېواد كې د زرغونو سيمو له منځه تلل هغه لاملونه دي، چې چاپېر يال يي ككړ كړى دى.
كار پوهان وايي، چې كه اړوند ادارې په دې برخه كې اوچت گامونه وانخلي نو خلك د راز راز ناروغيو تر څنگ له ډېرنور ستونزو سره به مخ شي.