تازه خبرونه
د ناټو تړون هېوادونو ناستې ته په پام سره باید ملي دفاع وزیر وټاکل شي
د هېواد امنیتي وضعیت او د ناټو تړون د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو جوړېدونکې ناستې ته په پام سره باید ملي دفاع وزیر وټاکل شي.
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام نبي فراهي د چهارشنبې په ورځ ملي دفاع وزارت ته د کاندید معصوم ستانکزي اسناد ولسي جرګې ته ولیږل او ډاډ ورکوي چې ستانکزی د بل هېواد تابعیت نه لري.
څه باندې اته میاشتې کیږي چې د ملي یووالي حکومت جوړ شوی دی، خو لا هم دا حکومت د ملي دفاع وزیر نه لري.
په داسې حال کې چې څو ورځې وروسته په بروکسل کې د ناټو تړون د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو ناسته جوړېدونکې ده، نو دا مهمه ده چې تر هغې نیټې پورې افغانستان دفاع وزیر ولري چې دا د نړیوالو مرستو جذب ته اړین کار دی.
ښاغلی فراهي له ولسي جرګې غواړي چې ژر ورته رایې ورکړي.
د ولسي جرګې غړي که څه هم د ملي دفاع وزیر د ټاکلو به اړه بیلابیل نظریات لري؛ خو اوسني امنیتي او حساس وضعیت ته په کتو سره د دفاع وزیر مهم ګڼي.
د ولسي جرګې غړې ریحانه آزاد:
“دفاع وزیر باید وټاکل شي څو مهم مسولیتونه په خپله غاړه واخلي، او د ناټو غونډه د افغانتسان له پاره ډیره مهم ده، ځکه په دې ناسته کې زه فکر کوم دا اړینه ده چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې خپل ماموریت له سره تعریف کړي.“
د ولسي جرګې غړی بشیراحمد ته ینچ:
“ښاغلي ستانکزی له دې امله چې یوه پیژندل شوې څيره نه ده او په لوړو پوستونو کې یې کار نه دی کړی؛ دا کار د جرګې د غړیو د اندیښنې سبب شوی؛ خو ولیدل شي چې دی وکړای شي د جرګې د غړیو ترمنځ دا باور رامنځ ته کړای شي.“
که چیرې دملي دفاع وزارت ته کاندید هم ولسي جرګه تایید کړي؛ خو بیا هم حکومت بشپړ نه دی؛ ځکه همدا اوس ۲۲ ولایتونه، ستره محکمه او لویه څارنوالي د سرپرستانو له خوا اداره کیږي.
تازه خبرونه
په کابل کې د نجونو کافي خونه او کتابتون پرانستل شو
د نجونو یوې څلورکسیزې ډلې د چارشنبې پر ورځ د غبرګولي نهمه په کابل کې د نجونو او ښځو د مطالعې لپاره یوه کافي خونه او کتابتون جوړ کړی او له ښځو او نجونو غواړي، چې ګټه ترې پورته او خپله پوهنیزه کچه لوړه کړي.
د هغو ښځو لپاره، چې په دې مراسمو کې یې برخه اخیستې وه؛ دا یو ښه نوښت و، په ځانګړي توګه د هغو لپاره، چې د ښوونځي او پوهنتون زدهکړې یې ځنډېدلي دي.
له څه نا څه درې کلونو راپدیخوا په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو او ښځو د ښوونځيو او پوهنتونونو زدهکړې ځنډېدلي او له ورتګه بې برخې پاتې دي.
د نجونو دې څلورکسیزې ډلې؛ نجونو او میرمنو ته نه یوازې د زدهکړې لپاره کتابتون او قهوه خونه جوړ کړې، بلکې غواړي هغو میرمنو او نجونو ته، چې د علم او پوهې د ترلاسه کولو په لټه کې دي هم د لوست زمینه برابره کړي.
د کافي خونې مسووله زهرا وایي: هغه نجونې او میرمنې، چې دلته د لوست او مطالعې لپاره راځي؛ یو شمېر نورې نجونې ورته کافي له خواږو توکو سره برابروي، چې ذهنې ستړیا یې راکمه شي.
داسې انګیرل کیږي، چې د ښځو او نجونو د ښوونیزو محدودیتونو له کبله د داسې چاپېریال رامنځته کول یوه اړتیا ګڼل کیږي.
په ټولیزه توګه غوښتنه دا ده، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځو پر مخ پرانیستل شي.
تازه خبرونه
د اروپايي ټولنې او قطر استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسون او د قطر بهرنیو چارو وزارت سفیر او ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب د افغانستان پر روان وضعیت بحث او خبرې وکړې.
د هغې خبرپاڼې له مخې، چې تېره ورځ د غبرګولي نهمه ناوخته د قطر بهرنيو چارو وزارت په ایکس پاڼه کې خپره کړې؛ راغلي، چې دغه ليدنه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوې او دواړو چارواکو په کې د افغانستان پر روانو حالاتو او سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د ګډو نړیوالو هڅو په اړه خبرې وکړې.
دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوې، چې قطر به په نږدې یوه میاشت کې د افغانستان په اړه د درېیمې غونډې کوربه وي.
په دې غونډه کې د افغانستان د چارسمبالي حکومت استازي هم بلل شوي دي.
د افغانستان د چارسمبالي حکومت استازو د دوحې په دوهیمه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره د مخالفت له کبله ګډون ونکړ؛ خو په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د اندونو پر وړاندې کولو غور روان دی.
تازه خبرونه
د زدهکوونکیو د خوراکي خوندیتوب لپاره ۱۰ میلیون یورو مرسته کیږي – اروپايي ټولنه
د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) څرګنده کړې، چې اروپايي ټولنه به د افغان زدهکوونکیو د خوړو د خونديتوب پياوړتيا لپاره له دې پروګرام سره ۱۰ ميليون يورو ځانګړې کړي.
د خوړو نړيوال پروګرام د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي نهمه) په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دغه مرسته د فراه، غور، جوزجان، ننګرهار، نورستان، پکتيکا، روزګان او زابل ولايتونو له ۱۰ زره څخه زيات د ښوونځيو زدهکوونکي تر پوښښ لاندې راولي.
دغې ادارې زیاته کړې، چې د اروپايي ټولنې د اضافي مالي مرستو په لړ کې به د لس زره ښوونځیو پر زدهکوونکیو غني خوراکي بسکیټ یا ځواکمن تولید شوي غذايي خوراکونه ووېشل شي.
د یادې خبرپاڼې له مخې؛ د څلورم او شپږم ټولګیو نجونو زدهکوونکیو ته به هم د نباتي غوړیو او نغدو پیسو مرسته ورکړ شي.
په افغانستان کې د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام مشرې هسیائو ویلی وايي؛ دې بنسټ څه باندې دوه لسیزې وړاندې د ښوونځیو د تغذیې پروګرام پیل کړ، چې د خوړو خوندیتوب او ښه تغذیه له پوهنې سره ونښلول شي.
د نوموړې د څرګندونو پر بنسټ، د خوړو نړيوال پروګرام تېر کال په ښوونځيو کې له یو اعشاریه پېنځه ميليون ماشومانو سره مرسته کړې او اروپايي ټولنه د دې مرستې مهم ونډوال شمېرل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې اروپايي ټولنې له دې مخکې هم د افغانستان د ښوونځیو د ښوونیز چاپېریال په ښه کولو کې مرسته کړې ده.
-
تازه خبرونه4 days ago
آریانا نړیوال ټلویزیون “د ویډیو په ثبتولو کې د مرستې غوښتنې” یو نوی پروګرام پیل کړ
-
لوبی5 days ago
د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام سیالیو ټولې لوبډلې په ډاګه شوې
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
نواز شریف یو ځل بیا د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ګوند مشري پر غاړه واخیسته
-
نړۍ3 days ago
په رفح کې پر اسرائيلي بريدونو لسګونه فلسطينيانو ووژل شول
-
لوبی5 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام په C ګروپ کې راغی
-
تازه خبرونه3 days ago
له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل وارزول شو
-
نړۍ2 days ago
اسرائیلي ځواکونو د غزې او مصر د پولې کنټرول هم تر لاسه کړ
-
تازه خبرونه5 days ago
افغانستان دې د تحریک طالبان پاکستان مشران راوسپاري – محسن نقوي