نړۍ
د ناټو پر ځای دې د هېوادونو یوه ډله په اوکراین کې د سولې ضمانت وکړي- لاوروف
د یکشنبې پر ورځ (د وږي دوهيمه) د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له NBC سره په یوه مرکه کې ویلي، چې ولادمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ د خبرو اترو پر مهال د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په اړه بحث کړی دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف له اوکراین سره د سولې د شرایطو او امنیتي تضمینونو په اړه ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو جرمني او ترکیې په ګډون د نورو هېوادونو یوه ډله باید د اوکراین د امنیت ضمانت وکړي؛ نه تاټو.
د یکشنبې پر ورځ (د وږي دوهيمه) د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له NBC سره په یوه مرکه کې ویلي، چې ولادمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ د خبرو اترو پر مهال د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په اړه بحث کړی دی.
هغه زیاته کړې، چې پوتین په ۲۰۲۲ کې د استانبول تړون ورپهګوته کړ، چې تر دې دمه پلي شوی ندی.
د دې تړون د مسودې له مخې؛ روسیې او اوکراین په هغه وخت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پېنځه دایمي غړو د امنیتي تضمینونو په بدل کې د کیف پر دایمي بېپریتوب خبرې کړې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې لیکنې له مخې؛ سرګي لاوروف په مرکه کې ویلي: “د اوکراین د امنیت ضمانت کوونکي باید بېپرې وي؛ اوکراین باید غیراټومي وي او د کوم پوځي بلاک غړی نهوي.”
سرګې لاوروف دا هم روښانه کړې، چې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د روسیې لپاره د منلو وړ ندی؛ روسیه غواړي په اوکراین کې د روسي ژبو خلکو ساتنه او د ځمکنیو مسلو په اړه خبرې وکړي.
رویټرز خبري سرچینې د درې سرچینو د څرګندونو له مخې لیکلي، چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین له اوکراین څخه غوښتي، چې د دونباس ټوله ختیځه سیمه پرېږدي. د دې سرچینو د څرګندونو له مخې؛ پوتین دا غوښتنه هم کړې، چې اوکراین له ناټو سره د یوځای کېدو لپاره خپلې ځانځاني پرېږدي او دا هېواد بېپرې پاتې شي او له خپلې خاورې څخه لویدیځ ځواکونه وباسي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولادمیر زیلینسکي د روسیې او امریکا د ولسمشرانو له غونډې مخکې ویلي وه، چې اوکراین به هیڅکله د سولې د ترلاسه کولو لپاره خپله خاوره روسیې ته ونهسپاري او زیاتوي: “اوکراینیان به هیڅکله خپله خاوره نیواکګروته ورنکړي” او د اوکراین پر وړاندې غیابي پرېکړې د منلو وړ ندي.