تازه خبرونه
د نظام له پاشل کیدو او د ترهګرۍ پر ځاله د افغانستان له بدلیدو د غني ډارول
ولسمشر غني په کابل پوهنتون کې د سولې پر خبرو د خپل لکچر په یوه برخه کې خبرداری ورکړ، چې د نظام د پاشل کیدو له کبله به افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر مرکز واوړي او دا به نه یوازې ټوله نړۍ زیانمنه کړي، بلکې بیا به هیڅوک ښه ورځ ونه ویني.
ولسمشر اشرف غني څرګنده کړې، چې د امریکا او اروپا له فعالې ډیپلوماسۍ پرته د سیمې په حالاتو کې سمون ناشونی دی.
اشرف غني په ډاګه کړه: د افغان سولې، ملي حاکمیت، او ولسواکۍ لپاره نړیواله اجماع شته؛ خو د امریکا او اروپا له فعالې ډیيلوماسۍ پرته ناشونې ده، چې په سیمه کې سوله او ثبات راشي.
همدارنګه په دوحه کې د افغانستان د جمهوریت د پلویانو او طالبانو مرکچي پلاوي د اجندا پر ځانګړي کولو خبرې راوانې ساتلي؛ خو د درې ورځو پر تېرېدو هم روښانه نده، چې کومې موضوعګانې بحث ته وړاندې شوې دي.
د مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون ویلي؛ د اجنډا د جوړښت او راټولیدو په اړه له طالبانو سره بحٍ پیل شوی او هیله من یو، چې په دې پړاو کې یوې ډاډمنې پایلې ته ورسیږو.
په کابل کې د یو شمیر سیاسي ګوندونو لخوا د لنډ مهالي حکومت د نسخې په غبرګون کې د ولسي جرګې غړیو ویلي، چې له جمهوریت پرته بل حکومت د منلو ندی.
د ولسي جرګې رييس میر رحمان رحماني وایي: پارلمان د خلکو د ارادې ښکارندوي دی او د دوحې د سولې بهیر څاري؛ که د ولسواکه اسلامي ارزښتونو پر خلاف کومه معامله احساس شي، نو پر وړاندې به یې ودریږي.
د افغانستان جمهوریت پلوی مرکچي پلاوي ټينګار کوي، چې د اجنډا په سر کې به پر اوربند خبرې کیږي؛ خو طالبان بیا وايي، چې تر ټولو مهمه موضوع د راتلونکي سیاسي نظام بڼه ده.
ویل کیږي، چې اوس هم د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر او ځینې غړي دوحې ته ندي رسیدلي.
