تازه خبرونه
د ننګرهار استخباراتو په تورخم کې پر ډېر شمېر وسلې کشف او ونیولې
د ننګرهار مرستیال والي غلام رحمان حیدري ویلي، چې له دې موټر څخه ۵۲۵ وسلې او ۲۷ زره مرمۍ کشف او نیولي دي.
د ننګرهار سیمهییزو چارواکو ويلي، چې د دې ولایت د استخباراتو ریاست په تورخم کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو په یوه موټر کې پټې شوې ډېر شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.
د ننګرهار مرستیال والي غلام رحمان حیدري ویلي، چې له دې موټر څخه ۵۲۵ وسلې او ۲۷ زره مرمۍ کشف او نیولي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا وسلې او مرمۍ پر ډېر مهارت د موټر په بېلابېلو برخو کې پټې شوې وې، چې پر تړاو یې دوه کسان نیول شوي هم دي.
په نیول شویو وسلو کې ۴۹۷ ټومانچې، یو کلکوف، ۱۰ ام فور او ۱۷ ټیټکو ټوپکونه دي.
د ننګرهار مرستیال والي دا عمل د “ځینو مغرضو کړیو” کار وباله او ټینګار یې کړی؛ امنیتي ځواکونه به اجازه ورنکړي، چې په دې ولایت کې امنیت ګډوډ شي.
ویل کیږي، چې له دې وروسته به هیڅ پاکستاني موټر ته اجازه ورنکړ شي، چې له عمري کمپ څخه بل لور ته حرکت وکړي او راستنېدونکي به د اسلامي امارت لهخوا خپلو اصلي سیمو ته لیږدول کیږي.