تازه خبرونه

د ننګرهار شیخ مصري صنعتي ښارګوټی ته ورغلې لار غاصبینو تړلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار ولایت په شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې پنځوس بېلابېلې صنعتي فابریکې فعالیت کوي؛ خو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې دې ښارګوټی ته ورغلې لار د یو شمېر کسانو له خوا، چې سوداګر او چارواکي یې غاصبین بولي؛ د موترو د دوړو پورته کیدو پر پلمه تړلې ده.

د فابریکې یو مسوول محمد طایف وایي؛ د شیخ مصري په صنعتي ښارګوتي کې تراوسه سوداګرو تر پنځوس میلیون ډېره پانګونه کړې او حاضر يو، چې نوره ځو چنده ډېره پانګونه هم وکړو، خو حکومت همکاري نه کوي.

په ننګرهار کې د صنعت کارانو د اتحادیې مرستیال محمد قاسم  وايي، د غاصبینو پر شتون سربېره د برښنا کموالی، د ښارګوټي خامه سړکونه او ناامنۍ د کارونو پر وړاندې نورهغه خنډونه دي، چې د فابریکو لرونکي ورسره مخ دي.

د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال مني، چې غاصبینو د شیخ مصري ښارګوټي ته غزیدلې لار بنده کړې؛ خو وايي، له سرغړوونکیو سره یې قانوني چلند کړی او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره یې لازمې لارې چارې سنجولي.

څارونکي وايي، په ننګرهار کې دوه ستر صنعتي ښارګوټي جوړ شوي، چې یو یې په حصارشاهي او بل یې همدا شیخ مصري دي؛ خو ، دواړه ښارګوتي د حکومت د بې کچې بې غورۍ له کبله تراوسه همداسې نیمګړي پاتې دي.

په ننګرهار کې د شیخ مصري صنعتي ښارګوټی د جلال آباد شمال لوري ته پروت دی او د شاوخوا درې سوه فابریکو د فعالت لپاره جوړ شوی دی.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version