ننگرهار @ps
د ننګرهار قومي مشرانو د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه
د ننګرهار ولایت یو شمېر قومي مشرانو نن (یکشنبه د غبرګولي ۲۸ ) په بهسود ولسوالۍ کې د دولسم ټولګي د زدهکوونکیو د فراغت په مراسمو کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه او وایي، چې نجونې باید نور ښوونځيو ته د تګ او پوهې ترلاسه کولو اجازه ورکړ شي.
د دغه ولایت خلک د اوسني نظام له لوري د پوهنیز بهیر کیفیت ته پام یوه ښه ځانګړنه ګڼي او د نجونو پرمخ د زدهکړو د تړلو دروازو پرانستل غواړي.
په ننګرهار ولایت کې د دولسم ټولګيو تازه فارغ شوي زدهکوونکي د نجونو د ځنډيدلو زدهکړو پیلیدل، په ښوونځيو کې پر وخت د کتابونو د ورکړې او همدراز د بهرنیو برسونو لپاره له نړیوالو سره د تعامل غوښتنه کوي.
یو شمېر استادان او قومي مخور هم له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي او د نجونو لپاره په اسلامي چوکاټ کې د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې د پوهنې کیفیت ته پاملرنه د دوی یو کاري لومړیتوب دی او تمه لري، چې په نږدې راتلونکي کې به د نجونو لپاره ښوونځي پرانستل شي.
د پوهنې ریاست د څرګندونو له مخې؛ د دغه ولایت د تودو سیمو په ۸۱۳ بابه ښوونځيو کې له څلور سوه زره ډېرو زدهکوونکیو په سږنیو ازموینو کې ګډون کړي و، چې پېنځه ویشت زره زده کوونکي یې له دولسم ټولګیو فارغ شول.